دپښتونخوا ايالت په مردان سيمه کې ديوه ځانمرګې بريد له امله پنځوس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
درپوټونو له مخي دپنجشنبې په ورځ سهار اته بجې اوديرش دقيقي دمردان په بغداده سيمه کې دپوليسو په يومرکز کې ديو اتلس کلن تنکي ځوان لخوا ځانمرګى بريدترسره شوو چې په ترڅ کې پنځلس تنه ووژل شول اوپنځه ديرش تنه نورټپيان شوي دي.
امنيتي چارواکي وايي دپيښې ټول قربانيان پوليس دي اوبريدکوونکي دښوونځي جاموڅخه په ګټي اخيستنې سره په پوليسو بريد ترسره کړ.
دسيمه ييزو رسنيو دخبر له مخې دغه چاودنه په داسې حال کې دپوليسو په مرکزکې رامنځ ته شوه چې پوليس په تمرينونو بوخت وه .
په ورته وخت کې دمردان روغتون مسؤلين وايي چې دوي ته په وروړل شويو پنځه ديرش تنو ټپيانوکې هم د ډيرو روغتيايي وضعه دانديښني وړده .
دنوموړي هيواد امنيتي چارواکي وايي دمګړۍ دپيښې سيمه دپوليسو ترولکي لاندي ده اوپه ياده سيمه کې سخت امنيتي تدابير نيول شوي .
اخوا دپاکستان لومړي سيديوسف رضاګيلاني اوديوشميرګوندونو مشرانو دغه پيښه په کلکه غندلي ده .
تراوسه کومې وسله والي ډلې ددغه بريدمسؤليت پرغاړه نه دى اخيستى .
دا په داسې حال کې ده چې تيره ورځ په پنجاب کې هم په بيلابيلو سيموکې درې چاودنې رامنځ ته شوي چې په ترڅ کې يوتن ووژل شوو او پنځه نورسخت ټپيان شول .