په هلمندولايت کې دوه سوو تنو تازه دموپوليسو مسلکي زدکړه وکړه .
دغه کسان دپوليسوله هغه روزنيزمرکزڅخه فارغ شول چې نږدي پنځلس مياشتي مخکي په لښکرګاه کې جوړشوو.
دچارواکو په وينا تراوسه له دغه مرکزڅخه نږدي دوه زره پوليس فارغ شوي دي .
ددغه روزنيزمرکزمسؤل سمونيارمحمدرفيق شيريار په وينا په نويوفارغ شويو پوليسوکې اتياسلنه تازه دمو پوليسو ته جلب شوي اوپاتي شل سلنه يې له وړاندي دپوليسو په ليکوکې دنده درلوده چې اوس يې روزنه هم ترلاسه کړه .
نوموړى وايي پوليسو ته يې په لومړۍ ورځ ويلي چې رښتيني مسلمانان به جوړيږي ځکه چې له مسلمان څخه څوک نه ويره کوي اونه هم چاته زيان رسوي.
شيريار زياتوي په دغه روزنه کې پوليسوته دافغانانوکلچرښودلى او ورته يې لارښونه کړه چې پرهغه څه چې افغانان خفه کيږي هغه کړني ترسره نه کړي .
ديوبل خبر له مخې دهلمنددملي امنيت مرستيال ډګروال محمود خبريالانوته وويل په تيرو څلور ورځوکې دنادعلي په ګروپ شپږ اويوديرش غربي سيمه کې دري وسله وال طالبان نيول چي يويې دسيف الله په نوم دوسله والوطالبانو سيمه ييز قومندان دى .
نوموړى زياتوي له نيول شويووسله والوطالبانوسره اته حلقي ماينونه،يوکلاشينکوف،يودوه اتياميلي متري توپ مرمۍ او اولس کيلونور چاوديدونکي توکي ترلاسه کړي دي .