کور / تازه خبرونه / پکتيا: د دوه ميليونه ډالرو په ارزښت د بيارغونې پروژې پلې شوې

پکتيا: د دوه ميليونه ډالرو په ارزښت د بيارغونې پروژې پلې شوې

په پکتياکې د دوه ميلونو امريکايي ډالرو په ارزښت دبيارغونې بيلابيلي پروژې پلي شوي دي اوپه يوشمير نورو يې کار روان دى .
دپکتيا ولايت اوسيدونکي په نوموړي ولايت کې دبيارغوني له روان بهير څخه راضي دي اوغواړي چې دغه بهير دي لري پرتو ولسواليوته هم وغځول شي .
دپکتيا ولايت والي وايي په دغه ولايت کې دبيارغوني چاري لاهم بسنه نه کوي اودوي په دي هڅه کي دي ترڅو دمرسته کوونکو هيوادونو اوخيريه مؤسسو پام دي ولايت نورهم زيات کړي .
نوموړى زياتوي دتيرو دري کلونو راپه ديخوا دبيارغوني بهير پردولت دخلکو دښه باور باندي مثبته اغيزه کړې .
دپکتيا دوالي په وينادسړکونو،ښوونځيو اوروغتونونو درغولو ترڅنګ دلويو ټولګټو حياتي پروژو لپاره اړتيا ده اوغوره به وي مرسته کوونکي اداري په دغه برخه کې زياته پاملرنه وکړي .
په همدي حال کې دنوموړي ولايت ولايتي شورا دبهرنيانولخوا په ورکړل شويو قرادادونو نيوکه کوي او وايي چې کيفيت يې ډير ټيټ دى .