کور / تازه خبرونه / د شمالي او جنوبي کورياوو خبرې ناکامې شوې

د شمالي او جنوبي کورياوو خبرې ناکامې شوې

دشمالي اوسويلي کورياترمنځ پوځي خبري اتري بې پايلي پاى ته ورسيدي .
دسويلي کوريا د دفاع وزارت وايي خبري اتري د دواړو لورو داجنډاوو له ترمنځ داختلاف له امله ناکامه شوي دي .
درپوټونو له مخې سويلي کورياپه خپلي اجنډا کې دتيرکال دمارچ مياشتي دهغه دبيړۍ د ډوبيدو موضوع هم رابرسيره کړي وه چې نږدي شپږ څلويښت پوځيان په کې وژل شوي و.
په همدي حال کې شمالي کوريا دسويلي کوريا پوځي تمرينونه راپارونکي بللي .
ټاکل شوي وه چې دغه خبري اتري به دشمالي کوريا داټومي وسلوپه هکله شپږ اړخيزه خبرو اترو ته زمينه برابره کړي .
دغه خبري اتري چې د دواړو کورياګانوترمنځ دترينګلتياوو دپاى ته رسولو په موخه له تيرو دوو ورځو راهيسې پيل شوي وي بې پايلي پاى ته ورسيدي اودواړو لورو هوکړه وکړه چې دخبرواترو دوهم پړاو دي ددغه دواړو هيوادونو دلوړ پوړو چارواکو ترمنځ دي ترسره شي .
دويلوده چې د دواړو کورياګانو ترمنځ ترينګلتيا وروسته له هغې زياتي شوي چې شمالي کوريا دسويلي کوريا پريونګ يونګ ټاپو بريد وکړ چې له امله يې څلورتنه ووژل شول .