له ١٧ ورځو وروسته هم په مصر کې ددغه هيواد دولسمشرپه وړاندي لاريونونه روان دي او دنړيوالو له لوري په حسن مبارک هم دژر ترژه ګوښه کيدو فشارونه هم زيات شوي دي .
درپوټونو له مخي مصري حکومت دواک دليږلو په موخه يې مهال ويش جوړ کړى خو جزئيات په کې نه دي ورکړل شوي .
دامريکا دولسمشرمرستيال جوبايډان له خپل مصري سيال څخه غوښتي ترڅو ژر ترژره په هيواد کې بيړنى حالات پاى ته ورسوي.
بايډن په مصر کې دسوله ييزاوقانوني واک په ليږلو ټينګارکړى دى .
نوموړي له مصري حکومت څخه غوښتي ترڅو دژرونالستانو اولاريون کوونکو له وهلو څخه لاس واخلي
په همدي حال کې داروپايي ټولني دبهرنيوچاور مشره کارتين اشتون ويلي دي چې اروپايي ټولنه په مصر کې دواک دليږدپه برخه کې مرسته کولى شي
دغه څرګندونې په داسې حال کې ترسره کيږي چې اولسمه ورځ هم دقاهري په تحريرسيمه کې دولسمشرحسن مبارک په وړاندي لاريونونه دوام لري او ددغه هيواد په سکندريا ښارکې په لسګونه زرو خلکو دنوي حکومت دجوړيدو شعارونه ورکول.