کور / تازه خبرونه / امريکا پاکستان ته خبردارى ورکړ

امريکا پاکستان ته خبردارى ورکړ

دامريکي کانګرس پاکستان ته خبردارى ورکړى که چيري د دوي دقونسلګرى هغه غړى چې د دوو پاکستاني وګړو په وژني تورن شوى خوشي نه کړي نوپه دغه هيواد به خپلي مرستي ودروي .
درپوټونو له مخې ريمون دوايس دجنورى مياشتي په اوه ويشتمه نيټۀ دوه پاکستاني وګړي په ډزو سره ووژل خوپه محکمي يې ددغه کار لامل دځان دفاع په ګوته کړي .
که څه هم په پاکستان کې دامريکا متحده ايالاتونو سفارت د دويس نيول غيري قانوني کړنه بللي اودنوموړي دخوشي کيدو غوښتنه يې کړي خودپاکستان پوليسو ويلي چې په دوايس دجاسوسۍ تور هم لګول شوى دى .
دپاکستان دپنجاب ايالات والي شهباز شريف ويلي چې د دوايس خوشي کيدل اونه خوشي دلاهور دستري محکمي پريکړه ده .
په همدي حال کې دامريکامتحده ايالاتونو سفارت له پاکستان څخه غوښتي چې نوموړى ژر ترژره خوشي کړي
دکانګرس دغه څرګندوني په داسې حال کې شوي چې په دوه زره نهم کال کې کانګرس دپاکستان دبيارغاوني په موخه نږدي اوه اعشاريه پنځه ميليارده ډالره مرسته تصويب کړي وه .