دکندهار په منډيګک ماڼۍ کې دسيمه ييزو ارګانونو دخپلواکي ادارې په نوښت سيمه ييز پرمختايي کنفرانس جوړشو .
په دي کنفرانس کې چې دسيمه ييزو ارګانونو سرپرست برناکريمي،دملګرو ملتونو نړيوالو مرستندويه ادارو،بيلابيلو وزارتونو،دسولي عالي شورا غړيو،دايساف ځواکونو دګډې قومندانۍ مشر دسويلي حوزي دشپږو ولايتونو واليانو او دولايتي بيارغاوني د ډلو سربيره نورو کورنيو اوبهرنيو لوړ رتبه مامورينو ګډون کړى وو .
ويل کيږي ددغه کنفرانس دبحث عمده موضوع په سويلي حوزه کې د ډاډمن امنيت ټينګښت،دولايتونو په کچه ښه حکومتداري او په ولايتونو کې دپرمختيايي کارونو ګړنديتوب دي .