کور / تازه خبرونه / په پنجاب کې دوې پرله پسې چاودنې شوې

په پنجاب کې دوې پرله پسې چاودنې شوې

په پاکستان کې دچهارشنبې په ورځ دڅو پرلپسې چاودنو په ترڅ کې پنځه تنو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.
درپوټونو له مخې دچهارشنبې په ورځ سهار مهال يوځلي بياپه پاکستان کې درې بيلابيلي چاودنې وشوي چې له امله يې يوتن وژل شوى اوڅلور نورټپيان شوي دي .
ديادشوي هيواد امنيتي چارواکي وايي چې دوه چاودنې دپنجاب ايالات په ګوجرانواله ښارکې دامريکاداستخباراتي شبکي (( سي ايى ايي )) مرکز ترڅېرمه شوې او دريمه چاودنه ديوې دولتي وانۍ بهر رامنځ ته شوه .
دنوموړي هيواد امنيتي چارواکي وايي يوبل بم چې دامريکا داستخباراتي سازمان د ودانۍ څيرمه دچاودنې په موخه ځاى پرځاى شوي وو له چاودنې مخکي د دوي لخوا کشف اوشنډ کړى شوى دى .
ويل کيږي په دغه چاودنوکې له ځاني زيانونو سربيره ستر مالي زيانونه هم اوښتي دي .
ديادونې وړده چې وړمه ورځ هم په پاکستان کې دپوليسو ددوومرکزونوترڅېرمه چاودنې شوې وي چې په ترڅ کې يي يوشمېرکسانوته مرګ ژوبله اوښتې وه.
تراوسه په پاکستان کې کومې وسله والې ډلې ددغو چاودنومسئوليت په غاړه نه دى اخېستى.