په غزه کې داسرايلي الوتکو دبريدونوله امله څو تنه ژوبل شوي او ددرملوجوړونې يوشرکت اور اخېستى.
دمرستندويه ادارو درپورټ له مخې د درمل جوړولو ياد شرکت دفلسطين په جبليه ښارکې داسرايلي الوتکوتر بريد لاندې راغلى چې په ترڅ کې يي دغه شرکت په بشپړډول سوځېدلى دى،او څو تنه هم په کې ژوبل شوي دي.
بل لورته داسرايلو دپوځ وياندوايي چې دغه بريدونه داسرايلو پرلويديځې برخې دفلسطينيانودپنځو توغنديزو بريدونوپه غبرګون کې شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې دامريکامتحده ايالاتونو په منګړيتوب داسرائيلو اوفلسطيني ترمنځ دسولي خبري اتري هم تردي وړاندي ترسره شوي وي خو پرته له کومي پايلي پاى ته ورسيدي .
فلسطيني چارواکې له اسرائيلو غوښتنه کوي چې ددوي په خاوره دي پرجوړيدونکو ودانيو کار ودروي خو اسرائيلو تراوسه پردغه خبري عمل نه دى کړى او له امله يې د دواړو ګاونډي هيوادونو ترمنځ وخت ناوخت دتوغنديز بريدونو په ترڅ کې دمرګ ژوبلي خبرونه ورکول کيږي .