کور / تازه خبرونه / پاکستان د افغانستان پر ترانزيټ مالونو ماليه وضع کړه

پاکستان د افغانستان پر ترانزيټ مالونو ماليه وضع کړه

پاکستان دافغانستان پر ټولو ترانزيټ کېدونکو مالونو ماليه وضع کړه .
درپوټونو له مخې پاکستاني چاروکو پريکړه کړي چې له دي وروسته به دافغانستان له ټولو ترانزيتي مالونو څخه ماليه واخلي خو يواځې له هغه وسايلو اوسون استثناگڼل شوي چې د پاکستان له لارې په افغانستان کې د امريکا په مشرۍ نړيوالو ځواکونو ته وړل کېږي.
پاکستان دا پرېکړه وروسته له دې کړې چې د امريکا په هڅه د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترانزيتي تړون لاسليک شوى او د پاکستان له لوري د دغه تړون د تطبيق له ځنډولو وروسته ټاکل شوې ده چې دا تړون د روانې فبرورۍ له څوارلسمې عملي شي.
د سند ايالت د ماليې وزير موکېش کُمارچاولا رسنيوته ويلي «موږافغانستان ته په هر وړل کېدونکي شي صفراعشاريه صفر اته سلنه ماليه وضع کړې. له دې درکه به موږ د کال لږ ترلږه پنځه مليارده روپۍ ګټه ترلاسه کړو.»
دا ګټه پر هغې سربېره ده چې افغان سوداګر يې پاکستاني بېړيو، ګودامونوته انتقال او بيا د افغانستان تر خاورې پوري ترانسپورتي وسايلو ته ورکوي.
په تېرو دوو مياشتوکې ايراني چارواکو افغانستان ته د رتلونکو تېلو مخه په دې پلمه ونيوله چې دا تېل ناټو ځواکونو ته وړل کېږي.
ايران د دې پرېکړې او د سود غوښتونکو د سوې استفادې له امله په افغانستان کې د تېلو بيه څو برابره لوړه شوه.
له کراچۍ څخه د ورځې يوازې دوه سوه د تېلو ټانکرونه د تورخم او سپين بولدک له لارې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو ته تېل رسوي.
د پاکستان د صنايعو وزارت په ادعا د افغانستان حکومت د تورخم په پوله کې د پاکستاني سمينټو تعرفه يا محصول سل فيصده لوړ کړى دى.
افغانستان د ايران او پاکستان د نسبتاً پرمختللي اقتصاد او صنعت په وړاندې خپلې پولې پرانستي او د ازاد بازار اصول رعايتوي خو دا دوه ګاونډيان بيا ځانونه د ازاد بازار اصولو ته پابند نه بولي.