کور / تازه خبرونه / کندوز: اته وسله وال له دولت سره يوځاى شول

کندوز: اته وسله وال له دولت سره يوځاى شول

په کندوزولايت کې اته وسله وال طالبان دسولې له راوان بهيرسره يوځاى شوي دي.
دکورنيوچارو وزارت لخواپه يوه خبرپاڼه کې ويل شوي چې دکسان دنوموړ ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې دشمس الدين په مشرۍ له دريوکلاشنکوفونو،يوتوغنديي ويشتونکي اويوې ميکروف تومانچې سره دسولې له بهيرسره يوځاى شول.
خبرپاڼه زياتوي چې دغوکسانوژمنه کړې چې نوربه په ترهګريزوکړنوکې برخه نه اخلي اودهيوادپه بيارغونه کې به کوټلي ګامونه پورته کړي.