دکولمبياوسله واله انقلابي ډله به پنځه تنه نيول شوي کسان خوشې کړي.
درپوټونو له مخي ددغو کسانودخوشې کېدو په درشل کې دکولميادثناء مجلس پخوانى غړې سيمې ته تللې دى اوټاکل شوې ده دکولمبياوسله واله انقلابي ډله يافارک هغه پنځه نيول شوي کسان خوشې کړي کوم چې له اوږدې مودې راهيسې ددوي په ولکه کې دي .
ويل کيږي دغه نيول شوي کسان ټول دولتي کارکونکي دي چې دکولمبيا دثنامجلس دپخواني غړي پيدات کوردوبه په هلوځلو خوشي کيږي ..
پيدات کوردوبه ديادکسانو دخوشي کيدو خبر دروان ميلادي کال په اوږدو کې ورکړو چې په ترڅ کې به يې دوه برازلي څرخکې الوتکې ددغو کسانو دليږدونې په موخه سيمې ته ورسيږي.
ديادونې وړده چې کوردوبه تېرکال له فارک ډلې سره دنږدې اړيکو د درلودلو په توردثناء مجلس له ډلې څخه ګوښه شوه .