کور / تازه خبرونه / جلال اباد ښار درې زورورو چاودنو ولړزاوه

جلال اباد ښار درې زورورو چاودنو ولړزاوه

لومړۍ چاودنه سهار مهال د نارنج باغ په سيمه کې د ولايتي شورا د رييس حاجي جمال قدير د ورور عبدالرشيد په موټر وشوه چې دوه تنه يې برسېرن ټپيان کړل او د جمال قدير پر وينا چې او سمهال يې روغتيايي حالت د ډاډ وړ دی. دويمه چاودنه مازیګر مهال د عيدګاه جومات ته څېرمه د پوليسو پر يوه کاسټر موټر وشوه چې د عيني شاهدانو په خبره يو ولسي وګړی يې وواژه او پينځه تنه پوليس يې ټپيان کړل. درېيمه چاودنه شېبه وروسته په همدغه ځای کې رامنځته شوه او ويل کېږي چې يوازی يو تن پوليس پکې ټپي شوی دی. ځايي چارواکي وايي د پېښو په اړه يې پلټنه پيل کړې او د تورې بوړې محاذ منلې چې چاودنې دوی ترسره کړي دي.