کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / تجربې او ازمایښتونه

تجربې او ازمایښتونه

تجربې او ازمایښتونه
ژوند د تجربو او ازمایښتونو ټولګه یا مجموعه ده ،انسان له پیدایښته وروسته د عمر د لمړني کال څخه نیولې د ژوند تر پایه پورې بیلابیلې تجربې او ازمایښتونه کوي او د همدې تجربو له امله د انسانانو په ژوند کې هره ورځ نوې نوې اسانتیاوې را منځ ته کیږي .
کیدای شي لمړنیو انسانانو په دې ازمایښتونو او تجربو کې خپل ځانونه زیانمن کړي او حتا خپل ژوند هم له لاسه ورکړی وي ( زمونږ اوس هم همدا حال دی ) .
د ژوند ټولې تجربې د تخنیکي ، ساینسي او نورو دنیایي علومو په مټ نه بلکه کله کله د ژوندانه د ډیرو ساده او بسیطو برخوردونو څخه هم لاس ته راځي .
د نړۍ د پرمخ تللو ټولنو د پیژندنې یوه نښه همدا ده چې د هغوی وګړي د خپلو او پردو ( د نورو خلکو ) له ښو او بدو تجربو څخه ځان خبروي او ګټه ورڅخه اخلي ، په خپل ژوند کې هغه څه چې بل چا تجربه کړي وي او زیانمن ثابت شوي وي بیا نه تجربه کوي .
خو له ډیره بده مرغه زمونږ (افغانانو) دا عادت دی چې د نورو د ښو او ګټورو تجربو څخه نه په خپل ژوند کې ګته اخلو او نه حتا ځان ور څخه خبروو ، بالعکس هر هغه څه چې په کراتو کراتو زیانمن ثابت شوي وي بیا هم په خپله په خپل ځان تجربه کوو او بخت او تالو (طالعو) ته په تمه کیږو چې څه به کوي .
مونږ هیڅ کله د نړۍ د نورو قومونو د پرمختګ د لاملونو په هکله فکر وه نه کړ ، نه مو ترې ځان خبر کړ او نه مو د ژوند د اسانتیاوو په برابرولو کې د هغوی له تجربو څخه ګټه واخیسته حتا که سل په سلو کې زمونږ د دین او کلتور سره مطابقت هم کوي .
داسې مې اوریدلي دي چې انګریزان وایي چې افغانان هر کار پخپله تجربه نه کړي نه یې کوي او د بل چا له تجربې څخه نه استفاده کوي او نه پرې باور کوي .
دا قول که د انګریزانو وي او که نه خو د افغانانو په برخه کې بیخي پر ځای دی .
نو ښه دی چې مونږ اټم بم نه لرو او نه مو جوړ کړی ګوندې یو ځل به مو په ځان ازمایلو چې دا ریښتیا همدومره خلک وژني که هسې خبره ده ! ! !