د جنوبي او شمالي کوريا پوځي چارواکو د لومړي ځل لپاره په خپلو کې رسمي خبرې پيل کړې.
درپوټونو له مخې دا خبرې تر کلکو امنيتي تدابيرو لاندې د دواړو هېوادونو ترمنځ په يوه سرحدي سيمه کې کېږي.
د جنوبي کوريا د دفاع وزارت د سرچينو په حواله ويل شوي دي، چې د پوځ د ډګروالانو په کچه په دې کتنه کې د دواړو هېوادو د جګپوړو دفاعي چارواکو د کتنې لپاره مقدماتي خبرې اترې کېږي.
د سيول او پيونګ يانګ اړيکي د تېرکال په مې مياشت کې هغه مهال ترينګلي شول چې جنوبي کوريا پر شمالي کوريا د خپلې يوې جنګي بېړۍ د نسکورولو او د شپږڅلويښت پوځيانو د وژنې تور ولګاوه خو شمالي کوريا دا تورونه رد کړي دي.
په تېره نوامبر مياشت کې شمالي کوريا د جنوبي کوريا پر يوه ټاپو بمباري وکړه او دوه سمندري پوځيان او دوه ملکي وګړي يې ووژل