کور / تازه خبرونه / پښتونخوا :د کډوالوستنيدل به سر له نن څخه پيل شي

پښتونخوا :د کډوالوستنيدل به سر له نن څخه پيل شي

په پښتونخوا کښې ميشت د افغان کډوالو له ستر کمپ جلوزو څخه به خپل هېواد ته د افغان کډوالوستنيدل سر له نن څخه پيل شي ، په پېښور کښې افغان کميشنرى خبري رسنيو ته ويلي دي چې د صوبه سرحد له يواځينى ستر کمپ جلوزو څخه خپل هېواد افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنيدو انتظامات بشپړ شوي ، او پوليس اهلکار په ټول کمپ کښې مقرر او ځاى په ځاى شوى دى ، دغه راز پوليسو د کمپ شاوخوا نوي امنيتي اچولى ، او پوليس ، مليشه او فرنټئير کور د څارنى ډلى هم ځاى پر ځاى شوى دى ، خپل پلرنى هېواد افغانستان ته د يو لک  افغان کډوالو بېرته تګ نن يکشنبه د مارچ په دوهمه پيل کېږي او د دوى د بېرته تګ په اړوند لازم تدابير نيول شوى او د ملګرو ملتونو د يو اين ايچ سى آر اداره به خپل هېواد ته د افغاني کډوالو په ستنېدو کښې لازمه مرسته او همکاري کوي او هرى کورنۍ ته به په افغانستان کښې سل ډالره مرسته کوي.