کور / تازه خبرونه / دافغانستان په شمال کې امنيتي ګواښونه کم شوي دي

دافغانستان په شمال کې امنيتي ګواښونه کم شوي دي

دکورنيو چارو وزارت وياند وايي اوس هم پکارده چې په شمالي سيموکې دوسله والوطالبانو په وړاندې په کلکه مبارزه وشي .
په ورته وخت کې دناټو دروزنيزپروګرام مرستيال تر دوه زره څوارلسم ميلادي کاله پوري دافغان ځواکونو پر روزنې ټينګار کوي .
په همدي حال کې دکورنيوچارو وزارت دپوليسو دملي کولو په حساب ورکولو کې دشفافيت،مالي چارو اودپوليسو په کارونو دڅارنې لپاره دهڅو خبر ورکوي .