په مصر کی د انقلابیونو د پاڅون په نتیجه کی اوس حسنی مبارک مجبور شوی چی په بر سر اقتدار ملی دیموکراتیک ګوند په رهبری کی بدلون راولی. نوموړی خپل زوی جمال مبارک نه چی اوس په لندن کی دی ، د ملی دیموکراتیک ګوند غړیتوب اخیستی دی . دغه اقدامات حسنی مبارک ددی لپاره تر سره کړی تر څو مظاهره چیانو ته وښیی چی دده وروسته یی زوی د ولس مشری څوکی ته نه انتخابیږی. د مصر د اساسی قانون له مخی ،د مصر ولس مشر یوازی هغه څوک کیدای شی چی د ملی دیموکراتیک ګوند غړیتوب ولری. حسنی مبارک مخکی دغه قانونی خنډونه د نورو ګوندونو په مخکی ایجاد کړی وو ترڅو هغوی له قدرت نه لیری وساتی.
مبارک د ګوند د پخوانی سکرتر جنرال سفوط شریف په ځای اوس حسام بدراوی مقرر کړی دی . سفوط شریف ډیر سخت دریځه ؤ خو حسام بدراوی لیبرال بلل کیږی. ددی اقداماتو وروسته، تیره ورځ د مصر د مرکزی قوماندانی قوماندان جنرال حسن الروانی د مظا هره چیانو مرکز د تحریر چوک ته ورغی او د مظاهره چیانو نه یی وغوښتل خپلوکورونو ته ولاړ شی لاکن په مقابل کی انقلابی مظاهره چیانو په یوه اواز وویل موږنه بلکی حسنی مبارک باید لاړ شی.
د مصر حکومت سخته هڅه کوی چی په فرعی او شکلی تغیراتو د معترضینو زور مات کړی. له بلی خوا د مصر دولتی تلویزیون هڅه کوی چی اوسنی انقلابی مظاهری په پردیو پوری وتپی. تیره ورځ یوه دولتی تلویزیونی چینل د ځینی اروپایانو عکسونه ښکاره کړل چی په لاریونونو کی یی ګډون درلود. دوی غه هڅی ځکه کوی چی په ولس کی د مصر نشنلستی روحیه راپورته کړی او د مظاهره چیانو انقلابی اهداف تر پوښتنی لاندی راولی . دوی وایی چی اوسنی مظاهری د بهرنیانو له خوا حمایه کیږی خو د شنونکو له نظره، دغه کار د عمر سلیمان له خوا جوړه شوی دسیسه ده . عمر سلیمان چی د تیری میاشتی په ۲۹ نیټه د حسنی مبارک مرستیال وټاکل شو، د تیرو شلو کالو نو راهیسی د مصر د استخباراتو عمومی رئیس دی. همداراز د سی ای ای اود اسرائیلود استخباراتی شبکی موساد سره نږدی اړیکی لری. ددغوانقلابی مظاهره چیانو د بدنامی لپاره پدغو ناوړه هڅو کی د نوموړو استخباراتی شبکی همکاری نشی رد کیدای.
عجیبه خبره دا ده چی له یوی خوا، د امریکی ولس مشر اوباما په مصر کی د سوله ایز بدلون غوښتنه کوی خو له بلی خوا ، مصر ته د هغه لیږل شوی استازی فرانک ویز نر وایی باید حسنی مبارک تر راتلونکی ستمبر پوری قدرت په لاس کی ولری. باید ووایو چی په راتلونکی ستمبر کی د حسنی مبارک د ولس مشری دوره پوره کیږی. همداراز، دوه ورځی مخکی ځینو نامعلومو کسانو، اردن او اسرائیلو ته تلونکی د ګاز پایپ لیکه والوزوله چی په نتیجه کی یی دغو هیوادونو ته د ګاز جریان بند شو. دوی دغه کار هم په مخالفینو ورتپلی دی.
له بلی خوا د انقلابی مظاهره چیانو روحیه ډیره لوړه ده. یو تن مظاهره کوونکی، هاضم منیر، د مصر د شمال څخه په قاهره کی د التحریر تر چوک پوری دری ساعته په موټر کی سفر وکړ او بیا یی هلته د نورو انقلابیونو سره یو ځای د التحریر په چوک کی یخه شپه تیره کړه. خو ددی انقلابی زوږ سره سره، د مصر انقلابیون باید متوجه اوسی چی ددوی په خلاف د حکومت، موساد او سی ای ای دسیسی روانی دی. خپل شعارونو ته متوجه اوسی او هغه په حسنی مبارک پوری محدود وساتی .
داسی ښکاری د حسنی مبارک د رژیم د استخباراتو ځینی کسان به په مظاهره چیانو کی ورګډ شی او هغه به د حسنی مبارک په ځای مرګ په امریکا او مرګ په اسرائیلو شعارونه پیل کړی. ددی په نتیجه کی به له یوی خوا د مظاهره چیانو توجه بلی خواته واړوی او له بله پلوه به د مصر حکومت دغه جعلی ویډیوګانی امریکی، اروپایانو او اسرائیلو ته وښیی تر څو هغوی وهڅوی چی د انقلابی مظاهره چیانو په خلاف د حسنی مبارک حکومت سره مرسته وکړی او هلته بدلون ته زړه ښه نکړی. مظاهره چیان باید یوازی ووایی موږ د حسنی مبارک فوری استعفی غواړو. موږ په مصر کی د بیکاری، فقر او دکتاتوری څخه تر سپوږمو راغلی یو. او غواړو د ولس د خوښی نظام جوړ کړو. همدا راز دولتی استخبارات ممکن ځینی سوداګر او دوکانداران راوپاروی تر څو هغوی ووایی موږ د مظاهرو په وجه هره ورځ ډیرو تاوانونو سره مخ یو. دغه اوازی به هم خپری کړی چی مصر د مظاهرو له کبله د ورځی دریوسوو میلیونو ډالرو نه زیات تاوان کوی. که دا وضع داسی دوام وکړی، نو ښایی هیواد دیوالیه شی. امکان شته دولتی مشینری ، دغه ټول دسایس ددی لپاره ترسره کړی ترڅو د روان ولسی انقلاب زور مات کړی. له همدی امله انقلابی مظاهره چیان باید مخکی له مخکی په مطبوعاتو کی د استخباراتی شبکو ددسایسو په هکله عامه بیداری او اګاهی خپره کړی ترڅو خلک ددوی په سازشونو تیر نوزی.
اوس د جابرانو د سقوط وخت رارسیدلی خو انقلابیون باید خپل شا او خوا ته متوجه وی او دغه فرصت له لاسه ورنکړی. دولسونو په تاریخ کی داسی مناسب شرایط کله، کله راځی. باید اګاهانه استفاده ورځنی وشی او انقلاب بری ته ورسوی. د مصر د روان انقلاب د چټک بری په هیله.