په ګوانتنامو زندان کې د وژل شوي افغان بندي معلم اول ګل جنازه نن د ننګرهار نجم الجهاد مېنې په سيمه کې د زرګونو خلکو لخوا ترسره او مړی يې خاورو ته وسپارل شو. د جنازې پر مهال زرګونه خلکو د امريکا او افغانن دولت پر ضد شعارونه ورکول او نوموړی يې بې ګناه باله. په جنازه کې د تورې بوړې د محاذ له خوا را استول شوې وينا پاڼه هم ولوستل شوه چې پکې نوموړی يو اتل شهيد بلل شوی او ګواښ شوی و چې ډېر ژر به يې په کور دننه له باندنيو ځواکونو غچ واخلي.معلم اول ګل د جهاد په کلونو کې د مولوي محمد يونس خالص په ګوند کې د قومندان په توګه دنده لرله، خو کله چې ولمشر کرزي واک ونيو، نو امريکايي ځواکونو نوموړی له ځانه سره ګوانتنامو زندان ته يوړ چې تر نهو کالو بند تېرولو وروسته همالته په زندان کې ومړ. امريکايي ځواکونه وايي چې نوموړی د سپورت کولو پر مهال رالوېدلی او ساه يې ورکړې، خو يو شمېر خلک بيا په دې باور دي چې نوموړی په دغه زندان کې په لوی لاس وژل شوی دی.