ولسمشرحامدکرزي دمونيخ دامنيتي غوڼدې په دريمه ورځ چې په کې دافغانستان دچاروپه اړه خبرې وشوې له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې خپلې ډيرې مرستې دې دافغانستان دولت ته ورکړي ،څو دغه مرستې دافغانستان ددولت له خوا ولګول شي.
ولسمشرکرزي په خپله ويناکې وويل چې ددولت هغه موازي جوړښتونه چې له حکومته بهرکارکوي دحکومت دکمزوري کولولامل کيږي.
همدارازولسمشرکرزي ټېنګار کړى چې دافغانستان دامنيت لپاره ژمنه او پانګونه دنړۍ د امنيت لپاره يوحتمي امردى.
ولسمشر حامدکرزي په خپله ويناکې زياته کړي چې افغانستان خپلو نږدي او لرې هيوادونوته هيڅ ډول ګواښ نه دى او دچين،هنداو روسيې په څېردنوي قدرتونو په راپيداکېدو سره به افغانستان له زياتوطبعي منابعو په لرلوسره داسياد وچې لپاره ښه اقتصادي اهميت ولري.
ولسمشرزياتوي چې ددې وخت رارسېدلى چې دنولسمې پيړۍ سياست چې په هيوادونوکې دبې ثباتۍ په رامنځ ته کولو متمرکز وو پريږدو، او دشلمې پيړۍ سياست چې همکاري،ټولنيزامنيت او اقتصادي پراختياده غوره کړو.
ولسمشرحامدکرزي په داسې حال کې له مرسته کونکو هيوادونوغوښتې چې خپلې مرستې دافغانستان حکومت له لارې ولګوې چې دغو هيوادونودکابل په کنفرانس کې ژمنه کړي چې پنځوس سلنه مرسته به په نېغه توګه دافغانستان حکومت له لارې ولګوي.