کور / تازه خبرونه / المان: افغانستان به يوازي پرېنږدو

المان: افغانستان به يوازي پرېنږدو

دالمان دبهرنيوچاروزير (( ګېدو ويسترويلا )) ويلي چې المان به ددوه زره څلوارلسم کال څخه وروسته هم افغانستان يواځې پرې نږدي او له دغې هيوادسره به خپلو همکاريوته لاپراختياورکړي.
نوموړي زياته کړي چې المان به له دوه زره څوارلسم کال وروسته چې دامنيتي چارومسئوليت افغان امنيتي ځواکونه پخپله غاړه اخلي دافغانستان ملاتړته دوام ورکړي او دوي به له افغانستان سره په دې برخه کې چټکې مرستې ترسره کړي ترڅو افغان امنيتي ځواکونه ددې جوګه شي چې دامنيتي چارو مسئوليت په سمه توګه په مخ يوسي.
دنوموړي په ويناهرهغه هيوادچې ديوباثباته افغانستان غوښتونکي وي نوبايدله افغان حکومت او ددغې هيوادله ولس سره همکاري وکړي.
په ورته وخت کې دبريتانيالومړي وزيرډيوډکامرون له رسنيوسره په خبروکې دافغانستان په امنيتي حالات کې ددغې هيوادد ځواکونوله پرمختګونوخبرورکوي.
ډيوډکامرون وايي چې دناټوځواکونوپه افغانستان کې ددغوځواکونودوتلو لپاره دافغانستان دامنيتي وضعيت په ښه کېدوکې اوږد مهاله پرمختګونه لرلي دي.
دبريتانيالومړى وزير ټېنګارکوي چې له افغانستان څخه دبهرنيوسرتېرو وتل پردې شرط دي چې افغان امنيتي ځواکونه وکولاى شي دافغانستان دامنيتي چارو مسئوليت په غاړه واخلي.
ديادونې وړده چې بريتانياپه افغانستان کې نهه زره پنځه سوه سرتېري لري چې ډيرى يي په هلمندولايت کې مېشت دي.