کور / تازه خبرونه / مصر: مظاهره کوونکي وايي د دولت وړانديزونه بسندويه نه دي

مصر: مظاهره کوونکي وايي د دولت وړانديزونه بسندويه نه دي

په مصرکې ددولت مخالفين دسياسي کړکېچ دپاى ته رسولولپاره ددولت وړانديزونه بسندويه نه بولي.
که څه هم چې دمصردولت په اساسي قانون کې دبدلون دراوستلو لپاره ديوې کمېټې دجوړه ولوخبرورکوي خو ددلت مخالفين لکه داخوناالمسلمين غورځنګ په دې اړه له احتياطه ډک غبرګون درلود.
دغه خبرې دمصر دولسمشردمرستيال عمرسلميان او مخالفو ډلوترمنځ له خبرواترو ورسته شوي دي.
بل لورته دامريکادبهرنيوچارووزيرې هيلري کلنټن دمونېخ دامنيت په نړيواله غونډه کې له نړيوالو څخه غوښتل څو په مصرکې دواک دليږدڅخه ملاتړوکړي.
مېرمن کلنټن زياته کړه چې دواک دسپارلو پروسه بايدترسره شي څوژرترژره ټاکنې ترسره شي.
دمېرمن کلنټن يادې څرګندونې په داسې حال کې شوي چې دامريکادمتحده ايالاتوولسمشربارک اوبامادنړۍ ديوشمېرمشرانوسره دمصرداوسني وضعيت او دقدرت دليږدپه هکله خبرې اترې کړي.