په مسجد کي د فاتحې کمبلي اواري دي، قاري په لوړ اواز قرائت وايي،خلک ليکه ليکه ورته ناست دي، په چا سر ځړېږي او چا بيا سر پر زنګانه ايښی دی، ټول پټه خوله ناست او قرائت ته يې غوږ نيولی دی. يوه شيبه وروسته قرائت خلاص سو، دعا هم تمامه سوه، له دې سر ه سم د خلکو اوازونه پورته سول، اکثرو خلکو د وژل سويو خلکو د ژوند په باب خبري سره کولې. دا فاتحه د هغو ملکي خلکو لپاره وه چي پرون د بهرنيانو په هوايي بريد کي وژل سوي ول. يو څو دقيقې وروسته بيا قاري غاړه تازه کړه او قرائت يې پيل کړ، په مسجد کي چوپتيا خپره سوه، خو ډېر ژر د والي د تيليفون زنګ دغه چوپتيا ماته کړه. والي وويل : بلې!
جنرال فيل : د سپيشل فورس له دفتر څخه جنرال فيل خبري کوم
والي : اوهو جنرال صاحب جوړ په خير، جوړ په خير، امر وکړئ صاحب!
جنرال فيل : موږ هم د ولسي خلکو په وژنه سخت خواشيني يو او غواړو چي تاسي او د وژل سويو خلکو خپلوانو ته فاتحه درکړو
والي : نو تاسي به موږ ته فاتحه څنګه راکړئ؟ ځکه چي فاتحه په مسجد کي ده او خلک نه غواړي چي تاسي دي مسجد ته راسئ
جنرال فيل : نو داسي به وکړو چي دغه خلک به خپل دفتر ته راوغواړو او دلته به فاتحه ورکړو، خو دوه نور ټکي هم واوره!
والي : مهرباني وکړئ!
جنرال فيل : موږ په پام کي لرو د وژل سويو خلکو له وارثينو سره مرسته وکړو او ددې تر څنګ پر هغوی يو ښه زېری هم وکړو
والي : د څه شي زېری؟
جنرال فيل : دا زېری د هر افغان هيله ده، خو دا زېری ستا لپاره نه دی
والي : بس ستاسي خوښه ه، اوس امر وکړئ چي زه په دې لاره کي څه کولای سم؟
جنرال فيل : تاسي د يو څو مهمو قومي مشرانو او شهيدانو د وارثينو يو لست جوړ کړئ، هغوی ته وواياست چي سبا زموږ مېلمانه دي، تاسي هم ورسره راسئ
والي : پر غبرګو سترګو صاحب، همداسي به وکړم
د سپيشل فورس يا د ځانګړو قواوو په دفتر کي قومي مشران، د شهيدانو وارثين او بهرني جنرالان ناست دي. جنرال فيل سټيج ته راولاړ سو او ويې ويل : موږ د ملکي خلکو په وژنه سخت خواشيني يو، خدای دي دوی وبخښي او تاسي ته دي خدای د زړه صبر درکړي. زموږ په کلتور کي د خواشينۍ څرګندولو لپاره يو څو دقيقې پټه خوله کښېنو خو نن دا کار نه سو کولای، ځکه چي موږ ته وخت ډېر مهم دی، ستاسي د امنيت، سولي او خوشاله ژوند په باب ډېر مسئوليتونه راپه غاړه دي، نو ښه به دا وي چي دا پنځه دقيقې وخت هم ستاسي په خدمت کي ولګوو. تاسي يې وينئ چي د تالار مخ ته په زموږ سپی ولاړ دی او ډېر غاپي، موږ د خپل سپي غپا هم نه بندوو، ځکه دی هم زموږ په شان دروند مسئوليت لري او ستاسي د خدمت لپاره افغانستان ته راغلی دی، خو دا چي ستاسي سل نفره مړه او يونيم سل نور ټپيان دي نو ستاسي سره د خواخوږۍ او غم شريکۍ په اړه يو کار کولای سو، هغه داچي د پنځو دقيقو لپاره به سپی يو داسي ځای ته بوزو چي تاسي يې غپا نه اورئ.
تر دې وروسته د هر مېلمه مخ ته يو يو تړلی کارتن کښېښودل سو. جنرال فيل وويل : موږ ستاسي سره وعده کړې وه چي مرسته به درسره کوو او ددې تر څنګ به يو ښه زېری هم درباندي کوو. دا دی موږ نن خپله وعده پوره کړه. زېری دا دی چي دلته به سوله راځي، ان دا چي سوله به ستاسي کورونو ته راځي. په هر کارتن کي يو دانه کاغذ باد دی چي سوله پر ليکل سوې ده، کاغذباد مرسته ده او پر کاغذباد د سولي کلمه زېری دی. دا کاغذبادونه د هغو څو مليوني مرستو له جملې څخه دي چي زموږ هيواد د سولي راوستلو لپاره ستاسي سره کړي دي. ګورئ دا کاغذبادونه د کوچنيانو لپاره نه بلکې د مشرانو لپاره دي، که تاسي دا کاغذبادونه په خپلو کورونو کي وساتئ نو موږ ستاسي کورونو ته سوله راوړې ده.
د رخصتۍ پر مهال جنرال فيل والي ګوښه کړ، په غوږ کي يې يوڅه ورته وويل او بيايې يو پاکټ ورکړ. والي چي پاکټ خلاص کړ ژر يې په جېب کي واچاوه، داړي يې جنګي کړې او دومره خوشاله سو لکه سپي ته چي هډوکی ور واچوې.