پرکتاب دمخ کتنې هغه غونډه چې دهيواد ځوان ليکوال ډاکټرعبدالهادي حماس دنوي چاپ شوي کتاب (اسلام ترهګري نه ده ) ترسرليک لاندې دلويې پکتيا فرهنګي اوخپرندويې ټولنې له خوا دپکتيا ولايت دښوونکودښوونې اوروزنې موسسې دغونډوپه تالارکې جوړه شوې وه دپکتيا ډيری اديبانو، فرهنګیانو ، ځوانانو او د ادب مینه والوپکې ګډون کړی وو . وروسته له هغه چې د پاک کلام څو مبارک ایاتونه تلاوت شول ورپسې د دلويې پکتيا فرهنګي اوخپرندويې ټولنې مشرسيدجمال الدين اصف خيل دښه راغلاښت ويناترڅنګ دډاکټرعبدالهادي حماس دکتاب پرموضوع اومحتوياتو لنډې خبرې وکړې اصف خيل وويل : دډاکټرعبدالهادي حماس هڅې دستايلووړدي دده دادولسم کتاب دی چې دنثرپه ژبه يې دکتاب پربڼه هيوادوالوته دټولنيزو،طبي ليکنوترڅنګ يې اسلامي ليکنې هم وړاندې کړې دي ډاکټرصاحب حماس زموږ دپکتيا دادب دبڼ يوګلاب ګل دی چې په دې ټوله پکتيا وياړي زه يې دکتاب دمخ کتنې پراړوندزياتې خبرې نه کوم يوازې يوڅولنډې خبرې کول غواړم هغه داچې دکتاب څرنګوالي ته يې پام نه دی شوی ياګانې يې هم پرځای نه دي کارولي داکتاب چې نوم يې اسلام ترهګري نه ده په دې نامه نامتواسلامي عالم ډاکټرذاکرنايک ليکلی دی دکتاب نوم ته يې پام نه دی شوی اوکه په بله نامه يې ليکلی دی که دې ته پام وشي ښه به وي زه دده هڅې يوځل بيا ستایم دلوی خدای ج له درباره ورته دروغ ژوند اودلا زياتوبریاووهيله کوم ورپسې دپکتيا ولايت دښوونکودښوونې اوروزنې دموسسې مشراستاد احمدجان فيضي ،دپوهنې رياست مرستیال ناصرحکمت ،عبدالله مبارز،استادسيداحمدشيرزي ،ليکوال اوژورنالست نيازالله اصيل ځاځي په خپل وارسره دکتاب پراهميت ،دشعرترڅنګ نثرته پراختيا ورکول اودفرهګنيانوديووالي په موخه خبرې وکړې اود داډول غونډوجوړول يې وستايل همدارازدوی ددولت له چارواکواودقلم خاوندانو وغوښتل چې اسلامي ليکنواوپروګرامونوته خاصه پاملرنه وکړي . وروسته دکتاب ليکوال ډاکترعبدالهادي حماس دلويې پکتيا فرهنګي اوخپرندويې ټولنې
دانوښت يې له وياړه ډک وباله چې داډول غونډه يې جوړه کړې همداراز ده زياته کړه له حقيقته بايدسترګې پټې نه کړوچې دې ټولنې پکتياته دفرهنګ اوادب په ډګرکې ډيرڅه کړي دي چې دادپکتياوالولپاره دوياړځای دی دوی ته دلازياتو برياووهيله کوم . راځم دخپل کتاب پراړوند ځينوملګروخبرې وکړې لومړی داصف خيل صاحب دپوښتنې په ځواب کې بايد ووایم چې زمادکتاب چاپ چارې په کابل کې انجينراحمدشاه احمدزي په غاړه اخيستې وې که په کتاب کې کومې نيمګړتياوې موجودې وي هغه په دوی پورې اړه لري ځکه چې ديوکال په موده له دوی سره وو.مايواځې په ټولنه کې د مسوليت احساس کړی دی
خوداصف خيل دې خبرې سره ملګری نه يم چې دادې دنړۍ نامتوعالم ډاکټرذاکرنايک ليکلی وي ليکلی به يې وي خوده دترهګرۍ په باره کې ليکلی دی اوما ټولنيزوستونزوته په پام سره دمقالوټولګه چاپ کړې ده. دازماايماني اووجداني دنده ده چې بايد ادايې کړم ماپه کتاب کې يوې موضوع ته اشاره کړېده چې په هغه کې ليکل شوي دي په اوسني دورکې دډرامونشرول دټولنې پرخلکو بده اغيزه کړې ده چې ډيری ځوانان يې بې لارې کړيدي يوه ورځ ملګري راته وويل، چې ماپه کابل کې ديوه دوست سره شپه وه پلار خپل زوی ته وويل بچيه ته جومات لاړشه چې ملاصاحب شته اوکنه زوی يې چې جومات ته ولاړونو ملاامام په جومات کې نه وو زوی يې پلارته وويل: پلارجانه په جومات کې پنډت صاحب نه وو دخدای ج په خاطرزموږديوه مسلمان څخه يې يوهندوجوړکړو پنډت چې هندوان ورته دخپل امام خطاب کوي .له تلويزونونوچې کوم دهندي سريالونه اوډرامې خپرې کيږي زموږپرماشومانو ډيره بده اغيزه کړې ده چې ډيرې بدې پايلې به ولري کيدای شي په راتلونکي کې داسلامي اصولوخلاف عمل وکړي زه دافغانستان داطلاعاتواوکلتوروزارت څخه غواړم چې په تلويزونوکې هغه هندي ډرامې چې داسلام سره په ټکرکې وي دپښتنودوداوکلتورته زيان رسوي په دوی پابندي ولګوي . داکتاب چې له نومه يې څرګنديږي اسلام ترهګري نه ده دازما مسوليت ووچې بايد ادا يې کړم کله چې په امريکا کې دجمهوري رياست دچوکۍ لپاره دبارک اوباما اوجان مکين ترمنځ ټاکنيزې سيالۍ روانې وې ماپه تلويزون کې وليدل چې جان مکين سره مايک وو ده له يوې ميرمنې څخه وپوښتل چې ته چاته رايه ورکوې بارک اوباما څنګه سړی دی ميرمنې په ځواب کې وويل :زه تاته
رایه درکوم بارک اوباما خوعرب دی هغه مسلمان دی اويوتروريست دی زه دميرمنې په خبروسخت خواشينی شوم اوپرمايې سخت تاثيروکړ زه يې دې ته وهڅولم چې دقلم له لارې نړيوالوته داجوته کړم چې اسلام دترهګرۍ دين نه دی اسلام دورورولۍ دين دی راشی داسلام پاک دين خوند لږ وڅکی اووګوری چې ايا اسلام دترهګرۍ دين دی ؟ايا اسلام دسولې ،مينې اومحبت پرضد دين دی ؟
اوداسې نور…………………………………………………………………..
هغه څه چې په اسلام کې ورته اجازه ورکړل شوې ده ماپه دې کتاب کې ورته ځای ورکړی دی چې زياتره ټولنيزې ستونزې حل کولای شي . زه له ټولو يوځل بيامننه کوم چې زماپرکتاب مو داډول غونډه جوړه کړې ده . دغونډې په پای کې دلويې پکتيا فرهنګي اوخپرندويه ټولنې ادارې له خوا ډاکټرعبدالهادي حماس ته دډالۍ ترڅنګ دده دهڅودستاينولپاره يوستاينليک هم ورکړل شوغونډه ددعایې په لوستلوسره پای ته ورسيده. ديادولو وړدی چې د دلويې پکتيا فرهنګي اوخپرندويه ټولنې اداره په پام کې لري دکال په پای کې يواسلامي علمي سيمينارجوړکړي چې دهيوادګڼ شميرولايتونوعلمٳ کرام اوڅيړونکي به پکې ګډون وکړي.