دهلمند دناوې ولسوالۍ ابتدايه ښوونځى تېرماښام سوځول سوى دى.
ددغي ليسي سرښوونكى هم دوې مياشتي وړاندي نامعلومووسله والولومړى تښتولى وو اوبيايې وروسته مړى پيداسو.
د هلمندد والي وياند داود احمدي وايې چې د ناوې ولسوالۍ دعينك دسيمي دغه ښوونځي په سل ګونوزده كونكې لرل.
د نوموړي په ويناچې نامعلومه وسله وال د شپې راغلي او دغه ښوونځى يې سوځولى، احمدي زياتوي چې په ښوونځي كې ګڼ شمېرديني كتابونه هم سوځول سوي دي.
ها خوا د دغه ښوونځي ښوونكوخبريالانوته ويلي چې په سيمه كې د طالبانو يوه سيمه ييزقومندان دوى ته ژمنه وركړې وه، چې ښوونځي ته به څوك زيان نه رسوي.
يوتن ښوونكي د نوم نه ښودلوپه شرط خبريالانوته ويلي چې د ملاحبش په نوم په هلمندكې دطالبانويوه قومندان خپله پدغه ښوونځى كې تردرېم ټولگي پوري لوست كړى، او تېركال يې دوى ته ويلي ووچې د دوى ښوونځى به څوك نه زيانمنوي.
تراوسه ددغه ښوونځي دسوځولومسئوليت چاپه غاړه ندى اخيستى اونه يې هم دولت دپړې گوته چاته نيولې.
په سويلي حوزه كې د ټول هيوادپه كچه زيات ښوونځي د زده كونكوپرمخ تړلي چې له كبله يې په زرگونوزده كونكې له زده كړوڅخه بې برخي دي .
څه موده مخکي د افغانستان د پوهني وزير ډاکټر فاروق وردګ په لندن کي د يوه نړۍ وال کنفرانس پر مهال وويل چي طالبانو د هلکانو او نجونو د ښوونځيو له سوځولو څخه لاس اخيستى دئ، خو لا اوس هم په هغو سيمو کي چي د طالبانو تر لاس لاندي دي په سوونو ښوونځي تړلي دي او چيري چي د دوى نفوذ ډېر وي ښوونځي سوځول کېږي.
د چارو شنونکي وايي که څه هم طالبان له دغو کړنو څخه انکار کوي، خو دا چي ښوونځي د دوى په تر لاس لاندي سيمو کي تړلي او يا سوځل کېږي، پړه يې د دوى پر غاړه ده او د شنونکو په وينا ښايي د دې چاري له امله طالبان د خلګو په زړونو کي خپل نسبي محبوبيت هم له لاسه ورکړي.