په هرات کې دوروستيو سيلابونو له امله شپږ کسان وژل شوي او په لسګونه جريبه کرهڼيزه ځمکه اوکورونه ويجاړ شوي دي .
دنوموړي ولايت مطبوعاتي دفتر وايي دوروستيو سيلابونو له امله اتيا کلي په شينډنډ،درويشت په غوريان،پنځه په زنده جان،اته په ادرسکان اودرې په انجيل ولسوالۍ کې زيانمن شوي دي .
په ورته وخت کې دهرات ولايت سرپرست والي وايي دملي اردو دڅلور چورلکو په واسطه يې تردامهاله په شينډنډ ولسوالۍ کې سيلاب ځپلو ته مرستې رسولي دي .
ديادونې وړده له تيرو دوو ورځو راهيسې په هرات ولايت کې سخت اورښتونه پيل شوي دي چې له امله يې خلکو ته مالي اوځاني زيانونه اوښتي .