دمخابراتي خدمتونو دتنظيم اداره خبردارى ورکوي که چيرې مخابراتي کمپنۍ خپل خدمتونه معياري نه کړي نو جريمه به شي .
دغه اداره وايي اوس مهال نږدې څوارلس ميلونه وګړي مخابراتي خدمتونو ته لاس رسى لري .
دمخابراتي خدمتونو دتنظيم اداره زياتوي چې په پام کې لري چې په هيواد کې مخابراتي خدمتونه معياري کړي .
دا په داسې حال کې ده چې دهيواد په يوشمير ولايتونوکې ځيني خلک دمخابراتي خدمتونو دنشتوالې څخه سرټکوي .