کور / تازه خبرونه / اېران د افغان کډوالو د استوګنې په هکله نرمي ښودلې

اېران د افغان کډوالو د استوګنې په هکله نرمي ښودلې

ايران تر يوه بريده په دغه هيواد کې دافغان کډوالو دقانوني استوګنې په اړه هوکړه کړي ده .
دهيواد دبهرنيوچارو وزارت وياند ددغه خبرې په کولو سره ويلي چې په ايران کې دافغان کډوالو داوسيدلو لپاره ددوي هڅې دوام لري .
دملګروملتونو دشميرې له مخې ترټولو زيات افغان کډوال په ايران اوپاکستان کې اوسيږي اولامل يې بې روزګاري،بې وزلي اوناسم امنيتي وضعيت ښودل شوى دى .
په ورته وخت کې نوموړى زياتوي که په مصر کې افغان محصلين له ستونزو سره مخامخ شي بيرته به افغانستان ته راوستل شي .
ويل کيږي په مصر کې په اوسني وخت کې دوه سوه شل تنه افغان محصلين په زدکړو بوخت دي .