کور / تازه خبرونه / كندهار: دموټرسائكل پر۲ سپرليوبنديزولگېد

كندهار: دموټرسائكل پر۲ سپرليوبنديزولگېد

دكندهاروالي چې ددې ولايت دپوځي كميسيون مشري هم په غاړه لري ،وروستيوناامنيوته په غبرگون كې يوه بيړنى امنيتي غونډه وربللې وه .
پدې اړه خپره سوې خبرپاڼه وايې چې پدغه ناسته كې افغان اونړيوالوپوځي چارواكوگډون درلود.
په خبرپاڼه كې راغلي چې والي پوهنوال توريالي وېسادښار په يو شمېر ناحيو کي پر اوسني امنيتي وضعيت اندېښنه وښوده او امنيتي ځواکونو ته يې امر وکړ چي د پخوا په پرتله خپل امنيتي فعاليتونه زيات او جدي کړي .
خبرپاڼه وايې چې پدغه نظامي ناسته كې پريكړه وسول چې دموټرسائكل پر۲ سپرليوهم بنديزولگېد اوامنيتي سرتيري به يې مخ نيوى كوي .
دغه گام ترهغه وروسته پورته كېږي چې په كندهارښاركې وروستيوامنيتي پېښو،كندهارښاريانيوځل بيااندېښمن كړي اوپه وېره كي دي چې دناامنيولړى به يوځل بياپيل سي
تيره اونۍ ، داونۍ په سراوپاى كې يوه ځانمرگي بريد ددغه ولايت دوالي مرستيال وواژه اوبلي يې ددې ولايت امنيه قومندان په نښه كړى وو چې هغه ورڅخه روغ رمټ ووتى .