کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / په منځنې ختیځ کې دبدلون بوړبو کۍ ګرځې…!!

په منځنې ختیځ کې دبدلون بوړبو کۍ ګرځې…!!

دفلسطین اوغزي کلابند مسلمانان  دمصر پاچا (حسنی مبارک) ته فرعون جدید( نوی فرعون) وايې، هغوئ دامریکا اواسرائل وروسته  چې بل کوم هیوادته زیات ازار او بد دعاکوي  هغه هم مصردی،نن سبا دهمدی فرعون جدید(حسنی مبارک) په ضد دیوي اوونئ راهیسې نېږدي ټول مصر  سرکونواوواټونوته راوتلی!!دتونس څخه  دانقلاب  راالوتې بوړبوکۍ اوس د نیل پر  ساحل ګرځې راګرځې، اوعنقریب  ده چې  هلته هم دطاغوت  مغروره اوظالمه امپراطوری دتونس پشان ړنګه بنګه  رانسکوره کړې…
په شمالی افریقا او منځنې ختیځ کې دي پراخ بدلون اوانقلاب اسرایل اامریکا دواړه اندیښمن اوورخطا ءکړی، ولي چې ددي بدلون اوانقلاب څپې له تونس څخه نیولې ترمصراواردن پوري غزیدلی  اوجوته ده چې   دغه دریواړه ( تونس ،مصر ،اردن )دمسلمان هیوادو نه دي خو واکمن یې  دفلسطین دمظلوم اولس په مقابل کې اسرایلو ته ترجیح ورکوي!نن ددغو دریواړو فاشست اوازاد خیاله واکمنو په ضد مسلمانان پورته شوي اوله واک څخه یې راپرزوي…
که دچا ستر ګې دحق لیدلو څخه ړندې  شوې نه وې نوددغو دری ګونو فاشست پال هیوادو چارواکې ټول عمر دامریکا دبشپړاوپوره ملاتړ څخه برخمن ول…اودهمدي استعماردملاتړپه مټ یې  داسلام اومسلمانانوپه خاوره کې داسلامي ذهنیت  اومفکوري په خاوندانو قیامت ښکته کړی و…ددیمکراسئ ،ازادۍ او جمهوریت تر نامه لاندی داسې حربه اووسله  نشته چې هغه یې  داسلام اومسلمانانو په ضدنه وی  کارولې
په مصر کې دامریکا دګوډاګې نظام په خلاف پیل اوروان پاڅون اولاریونونه په تېزۍ سره د خپل  هدف اومنطقی انجام په لوربریمن ګامونه اخلی دتېري جمعی په ورځ په زرهاوو ځوانانو  دمصر دولسمشر دماڼۍ په لو رغزیدلې ټولي لاري کلابند اوتړلي وی،چې له ډاره یې  په هم هغو ساعتونو کې حسنی مبارک دیته اړشوچې حکو مت یې تحلیل اعلان کړ!!!
دخبري سرچینو له قوله دمصر دننه دحسنی مبارک ضد اولسې پاڅون اولاریونونکې دمصر مشهور اسلامی ګوند( اخوان المسلمین)هم فعاله ونډه لري او هڅه کېږي چې دتونس په څېر دحسنی مبارک شخصي امریکاپلوي امپرطورې راوپرزې…څوک چې د کال (۱۹۸۱ز)نه تردي وخته پرته دکومي وقفی څخه په مصر واکمن دی،بل لورته  د ۸۰ ملیونه وګړو درلودونکې هیواد کې دنیمایې څخه ډیر خلک دفقر اوغربت دحالت څخه هم په  بد حالت کې ژوندتېروې اوحسنی مبار ک دی لورته ډیر لږپا م کاوه هغه ټول عمر دامریکا اواسرایل دخوشالولو په موخه مصر کې په اسلامی احزابو اواسلامی ایډیا بندیزونه لګول ، داسلام او مسلمانانو سرسخته دښمن و
 که څه هم په مصر کې‎ دپاچاهي نظام پرضد  دمخالفت بهیرپه  ۱۹۵۲زکې پیل شوی وچې له امله یې شاه فاروق وتښتیده اولاړ په اټالیا کې یې پنا واخیسته، له هغه وروسته لو مړی  جنرال نجیب په  واک باندی قبضه وکړه خو هغه ډیرپه واک کې پاتې نشو او جمال ناصریې دواک تخته نسکوره کړه په ځاي یې خپله(جمال ناصر)  د حکومتي چارو واګې په لاس کې واخیستې  ، جمال ناصرواقعا څو دستاینې  وړ ګامونه پورته کړل چې یودهغو له جملی څخه دسویز کنال دمصر ی دولت تر کنترول لاندي راوستل و ،دهغه وروسته انور سادات دمصر پاچاشو، هغه دامریکا دبشپړ حمایت څخه برخمن و، اودامریکاسره دژورو اړیکو درلودوپه وجه دکیمپ ډیوډشرمونکۍ تړون دهم دهغه په دوره کې لاسلیک شو،چې  لږه زمانه وروسته په دي وجه د یولړ رسمې مراسمو په منځ کې دخپل یوه تن ساتو نکې له خوا وویشتل شو او مړشو، دهغه دمړینې وروسته په کال ۹۸۱ زکې حسنی مبارک دیوه دیکتاتوراوامپراطور په تو ګه واک ترلاسه کړ و دیادونی وړده دهمدي پورته واکمنو په دوروکې دمصراخوان المسلمین ډلې ګڼ شمېر مشران  اورهبران په شهادت رسول شوي دي
دی تاریخې شالیدته په پا م سره مصر کې  داروان وضعیت ډیر حساس دی!  اونه یو اځې دادبدلون مفکوره ترمصر پوری محدودده بلکې دعربی نړی په یوشمېر نوروهیوادو کې یې هم علایم ترستر ګو کېږې  څو ورځې وړاندي  یمن هم  دتونس اومصر پشان دورته لاریونونوشاهد و په دی تو ګه اردن چې  دتونس او مصر په څېر په منځنې ختیځ کې دامریکا اواسرائل دګټو محافظ ګڼل کېږي شاید دمصر وروسته ډیر ژر هلته هم  دبیدارۍ اوویښتابه غورځنګ په یوه طغیانې طوپان بدل شې! هم داشان دشام اوالجزائر دواک  خونې  هم د دي انقلاب له شتابه  ټکانونه وکړي
بل لورته امریکا لګیاده او  هڅه کوي چې په مصر کې دواک دانتقال په صورت کې دحسنی مبار ک  په ځای خپل یو بل نېږدي دوست اومنظورنظر شخص( محمد البرادعی )واک ته ورسوې څو ک چې دملګرو ملتونو داتومي وسلو دپېژندل شوی نګران اوڅارونکې ترڅنګ دنوبل جایزي ګټونکۍ هم دی اواوس دحسنی مبارک دولت د مخالف اپوزیسیون ترټولو مخور مشردی، هغه دویانا څخه مصر ته ستو ن شوی  اودحسنی مبار ک په ضد احتجاجونه اولاریونونه رهبری کوی  له حسنی مبارک  څخه  په کلکه د واک څخه د لاس په سرکيدو غوښتنه کوي!!
هغه داهوډ هم ښودلی چې دیته اماده دی   (که دمصر خلک وغواړي ) په مصر کې به  دعبوري دوری لپاره به دواک چاري په لاس کې واخلي ، دتونس په پر تله مصرکې دا یو توپیر شته  چې تونس کې پوځ  په پوره خاموش و اوصدراعظم هم پخپله دنده باندپاتی و اوددولت چاری يې پر مخ بیولي ، لیکن دمصر حالت بیا یو څه مخدوش  اوله تونس سره توپیرپه دي کې  لري چې  دحسنی مبار ک په مخالفینو کې داسې یو قائد اورهبر څوک ترستر  ګو نه  کېږي چې  دهغه  په وړاندي کولو سره به  دواک خلا ډکه شې !البته یوازی یو نو م دی چې رسنئ یې ډیر تودیادی او غرب ته  منلی هم  دی! چې هغه  نوم  هم داالبرادعی دی …راځئ راتلونکې ته انتظارشو چې نور څه کېږې؟!!