کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دوه ډوله بمباري

دوه ډوله بمباري

د طالبانو حرکت د لومړي ځل لپاره په ګړم او درز کښې را روان وو ،غزني ولایت چې زمونږ ګاونډ ولایت دی اوس د برید لومړۍ کرښه وو.
د طالبانو د جوړښت په هکله مو معلومات نه درلودل یواځې دا تودې اوازې شته وي چې څوک ورسره جګړه نه شی کولی ځکه چې سپینې پرښتې دي حتی مږیان هم ترپښو لاندې نه کوي څوک چې په سنګر کښې ور سره جګړه کوي خوب پرې راځې او یا هم دې ته ورته نورې خبرې.
زما هغه وخت پر دې تبلیغاتو سر نه خلاصیدو د ماشومتوب نړۍ وه له ځانه سره می فکر کولو چې ښه ده پرښتې به هم ووینو،د ورځي نهه بجې شاوخوا وه چې څرخکه د کابل له لوري را واښته خپل ورور ته چې تر ما مشر ده وویل دا چېرته ځي
هغه را ته وویل لکه چې غزني ته ځي او حزب اسلامي مراکز بمباروی همداسي هم وشول ښاغلي ربانی او مسعود د حزب اسلامي مرکزونه د طالبانو د بري په هیله بمباری کړل
نه پوهېږو چې امریکا او پاکستان ورته کوم ډاډ ورکړی وو
دا چې رباني او مسعود د طالبانو ملاتړ کولو د نفرت لپاره همدومره بس وو
سپینو پرښتو څو ورځې وروسته میدان ښار هم ونیو او مسعود د دوی عاجل زیارت تر سره کړ مګر تر زیارت وروسته د مسعود حواس بدل شول ځکه ده پرښتې نه وي لیدلي ،دا لومړۍ ځل وو چې ورسره مخ کېدلو همداسی په ځغاسته بیرته کابل ته لاړ.
څو ورځې نه وي وتلي چي طالبانو ولسوال صاحب راواستولو
خلک ډېر خوشحاله وو ځکه دوی د میدان ښار د لاندې کولو په ماښام اسمان ته ډېر د خوشحالۍ ډزونه کړي وو مګر د ملا صاحب تر هرکلي وروسته ټول حیران وو چې دوی چې د ملاصاحب کوم تصویر کښلی وو هغه هسی نه وو له مینې محبت څخه لرې وېرونکي قواره یی درلوده چا یی د وړاندې سوڼ هم نه شو ویلی خلک له خپلې ور وړې خوشحالۍ سره حیران وو هسی نه چې پرښتې په همدا لومړۍ ورځ ګونډې را په کښې ونه وهي.
پر دې به ډېر بحث نه کوم هسی نه چې کفر ټاپه را پسې را وانخلي او بل دا چي په هر چا انتقاد کولی شو مګر پرېښتو ته څه نه شو ویلی.
تردې وروسته مو چې څه ولیدل لوي رب شاهد دي او هغه سختۍ مو هیڅ نه هېريږي مګر اوس د ویلو ګناه د حق ویلو ګناه ډېره درنه ده او زه هم نور په کښې څه نه وایم.
دا چې د طالبانو ،پاکستان ،سعودي او امریکا تر منځ تړونو کښې یو څه د طالبانو له خوا ځنډ راغی او قدرت مینه پرې غالبه شوه او د د مخلوع پاچا له راتګ څخه سرغړونه وشوه او د ګازو د انتقال پر سر را ولاړ شوي جنجال دې ته را ورسید چې د طالبانو له واکمنۍ سره د الویداع مراسم ولمانځي.
فاتح طالبان لکه څنګه چې چټک راغلی وو ځغاسته یی هغسی تونده وه
دوی په شمال کښې د عربو ورونو او هغو خلکو سره چې د مقاومت تلوسه یی درلوده یو نه هېرېدونکی خیانت وکړ هغوی ټول د اطا او دوستم رحم ته پرېښودل که څه هم دا کار ټول پاکستاني افسرانو تر ادارې لاندې تر سره شو .
پاکستان تصمیم نیولی او امریکا ته یی ډاډ ورکړی وو همداسی یی هم وکړل لکه څنګه یی چې راوستلي وو هغسی یی هم خرڅ کړل دلته وه چې کابل ښار هم د شورای نظار په لاس کښې پریوت یو ماښام بیا په غزني دوهم ډول بمباري روانه وه
امریکایی الوتکو پر غزني خپل ظالمانه بمونه غورځول او د زړه بدي لپاره همدومره بس وه.
هغه شپې ورځي چي د طالبانو زوال سره سم پیل شوي دوینو په کیسو ډکي په تيره بیا د عربو د شهادت او مقاومت کیسی ډېرې دردونکي وی واقعا که تاریخ په افغانستان کښې د عربو شهیدانو او د هغه تر څنګ د مخلصو مومنو افغان ورونو د شهادت کیسی انځور کړي ښایی هره صفحه به یی د اوښکو د قافلو شاهده وي
دلته ده چې د بهرنیو قوتونو دوه مخۍ ته ګته نیولی شو
هغه امریکا چې شورای نظار ته یی د طالبانو د مرستي کولو ویلي وو کله چې د طالبانو د دوی هیلي پوره نه کړي پر همغه شورای نظار یی بیا طالبان له پښو وغورځول.
په درنښت
والله علی ما نقول وکیل