کور / تازه خبرونه / د مونيخ په غونډه کې د نړۍ پر امنيت خبرې وشوې

د مونيخ په غونډه کې د نړۍ پر امنيت خبرې وشوې

د مونيخ دامنيتي غونډې په دوهمه ورځ دغونډې ګډونوالو په سيمه اونړۍ کې دستونزوپه اړه دنړۍ پرامنيت اوثبات،دمالي کړګيچ ،په منځني ختيځ کې دشخړوڅخه مخنيوى،دامنيتي او دفاعي ستونزاو ګوښنوپروړاندې دمباريزې په څرنګوالي او همدارازله دغوستونزوسره دمباريزې په برخه کې پرورستيو طرحو او نظرونوخبرې وکړې.
رپورټ:
په دې غونډه کې ولسمشر حامدکرزي ،دملګرو ملتونوسرمنشي بانکي مون ،دامريکا دبهرنيو چارو وزيره هيلري کلنټن،دبريتانيالوموړي وزير ډيوډکامرون دالمان لومړۍ وزيره انګيلاميرکل او دناټو ځواکونوعمومي قومندان په ګډون درې سوه پنځوس تنوسياستوالو اوله ټولې نړۍ څخه امنيتي او دفاعي چارواکو ګډون کړى دى.
له بله پلوه ولسمشرحامدکرزي يوځلې بيا دبهرنيو ځواکونوڅخه افغان امنيتي ځواکونوته دامنيتي چارو پرسپارلوټېنګاروکړ.
ولسمشرکرزي دمونيخ دغونډې په ترڅ کې دالمان له لومړۍ وزيرې انګيلاميرکل او دبريتانيادلومړي وزيرډيوډکامرون سره په جلاجلالېدنه کې دافغانستان او سيمې په اړه په بېلابېلوبرخو کې دپرمختګونو او افغان امنيتي ځواکونوته دامنيتي چارو دسپارلو په اړه خبرې وکړې.
په دغه لېدنه کې دالمان لومړۍ وزيرې مېرمن ميرکل په دغه هيوادکې ددوه زره يولسم ميلادي کال ترپايه دافغانستان په اړه ديوې نړيوالې غونډې پرجوړيدو هوکړه وکړه.
په دغه لېدنه کې ولسمشرحامدکرزي همداراز له المان څخه وغوښتل څوپه افغانستان کې خپلې پانګونې زياتي کړي.
ولسمشرحامدکرزي دبريتانياله لومړي وزيرسره په لېدنه کې بهرنيوځواکونوڅخه افغان امنيتي ځواکونوته دامنيتي چارو پرسپارلو ټېنګارکړى.
ديادونې وړده چې ولسمشرحامدکرزى دمنيغ د امنيتي غونډې په ترڅ کې دپاکستان له ولسمشراصف علي زرداري سره هم لېدلي او په دواړه طرفه همکاريو يي ټېنګارکړى.