کور / تازه خبرونه / د ولسي جرګې مشر د سې شنبې په ورځ ټاکل کېږي

د ولسي جرګې مشر د سې شنبې په ورځ ټاکل کېږي

دولسي جرګې غړو ديکشنبې په ورځ يوځل بيادجرګې دمشردټاکنودڅرنګوالي په اړه بحث او خبرې اترې وکړي.
د ولسې جرګې غړو له ډيرو بحثونو وروسته پريکړه وکړه، چې د دې جرګې د ريئس دټاکلو لپاره دې د وکيلانو ترمنځ دريم ځل ټاکنې ترسره شي.
د ولسې جرګې موقت ريئس محمد سرورعثماني ديکشنبې په ورځ د دې جرګې په عمومي غونډه کې وويل، چې دريم ځل ټاکنې د سې شنبې په ورځ ترسره کيږي او د دې جرګې وکيلان کولاي شي، خپله کانديداتوري موقت اداري پلاوي ته وړاندې کړي:
د ولسې جرګې غړو تردې وړاندې د دې جرګې د ريئس د ټاکنو لپاره دوه ځلې ټاکنې ترسره کړي خو دواړه ځلې که څه هم دوهم پړاو ته ټاکنې وغځيدې خو کومې پايلې ته ونه رسيدل.
دغه راز د ولسې جرګې موقت ريئس محمد سرورعثماني د دې جرګې د يکشنبې دغوڼدې په پيل کې د غونډو د بې پاى ته رسيدو له امله هڅه وکړه، چې له خپلې دندې استعفا وکړي خو وکيلانو د ده استعفا ونه منله او خپل کارته يې دوام ورکړ.
په همدې حال کې ويل کيږي چې دولسي جرګې ددوو مخکښو نوماندانوعبدالرب رسول سياف او محمديونس قانوني ترمنځ ددغې ستونزې دهواري په اړه خبرې اترې شوي دي.
داپه داسې حال کې ده چې دڅه باندې يوې اونۍ په تېريدوسره دغه جرګه په دې نه ده تونېدلي څو دولسي جرګې مشروټاکي.