په کاپيساولايت کې ديوې ترافيکې پېښې له امله شپږتنو ته مرګ ژوبله اوښتي ده .
دکاپيساولايت دترافيکومدير وايي چې دغه پېښه ديوه کرولاډوله موټرداوښتوله امله رامنځ ته شوه چې په ترڅ کې ددوو ماشومانوپه ګډون درې تنه ووژل شواو درې نورسخت ژوبل شول .
نوموړى زياتوي چې دغه موټر دنوموړي ولايت مرکزمحمودراکي په شاوخواسيموکې له سړک څخه واوښت او يوې لوې کندې ته ولويد،چې په ترڅ کې يي ياده مرګ ژوبله واوښته.
دکاپيساولايت دترافيکومديردپېښې لامل دموټرچلونکي بې احتياطي په ګوته کوي.