په اسټرلياکې دورستيودوو طبعي افاتونوله امله ستره ويجاړتيا رامنځته شوې ده.
ددغې هيوادپه کوينزسلينټ ايالات کې دتېروپنځلسوورځودپرلپسې اورښتونواو سيلابونوله امله ټول ښارونه تراوبولاندې ډوب شوي.
خوسيلابونووروسته له څلورورځوراپه ديخواد زورورو سمندري طوفانونوله امله ډيرزيانونه اوښتي.
رپورټونه وايي چې طوفانونودخلکو ورځنى ژوند له لويو ستونزو سره مخامخ کړى.
سربيره پردې په سلګونه ودانۍ پلونه او دتګ راتګ لارې ويجاړې شوي دي.
که څه هم ددغه ورستي طوفان له امله دمرګ ژوبلې په هکله نه دي ويلي شوي خو په زرګونه خلک يي کډوکولو ته اړکړي دي.
چارواکوويلي چې په کوينزسلينټ ايالات کې دبيارغونې چارې به په مياشتو،مياشتو وخت ونېسي.
تردې وړاندې ددغه هيواد شمال ختيځو سميو دسيلابونو له امله پنځه ديرش تنوخپل ژوندله لاسه ورکړى وو.