بسم الله الرحمن الرحیم
څه موده مخکی چی د کاناډا تر ټولو لوی ایالت ( یعنی آنټاریو ) په مرکز ټورنټو کی د ګورنر جنرل ډیویډ اونلی لخوا دغه حقیر بنده ته د « بشری حقوقو » او « لیکوالۍ » اړونده کوم ستاینلیک ، مډال او جایزه عطا سول ، نو ډیرو محترمو دوستانو په شفاهی ، تحریری او تلیفونی توګه د مبارکۍ په ویلو سره نازولی وم چی د ټولو یې کور ودان او الله (ج) دي عظیم اجر ورکړی .
که زه هغوی ټول په نومونو سره یاد کړم نو ډیر به سي ، خو د څو دوستانو او خواخوږو نومونه د پریښوولو نه دي لکه دغه ښاغلي او اغلې :
د افغانستان څخه انجینیر عطاالله محمدی ، مطیع الله روهیال او زبیر مسافر . د اروپا څخه عبدالله احسان ، قریب الرحمن سعید ، میرویس افغان ، نصیر احمد څپاند او حبیب الله غمخور . د هند څخه عمر واحدیار . د امریکا څخه سید عبدالرحیم . د کاناډا څخه منلې او اغلې خور ډاکټر ثریا خادم او ښاغلی ځاځی او د افغان رسالې مسؤل مدیر احمد شاه هوتکی .
د پورتنیو او نورو ټولو عزتمنو دوستانو په نمایندګي به د ښاغلی حبیب الله غمخور د هغه توصیفی لیکنی پر څو اړخونو لږ وږغېږم چی په بېنوا ، لر او بر او خبریال ویب پاڼو کی یې ( البته زما د معلوماتو له مخی ) خپره کړې وه او عنوان یې داسی و : دا ښه دی چی پردي یې نازوی !
زه د قدرمن او عزتمن غمخور صاحب څخه د زړه له تله منندوی یم چی دغه حقیر بنده یې له حده ډیر غټولی او په اصطلاح د شپیشتو ونې ته خیژولی دی . ښاغلي غمخور ډیره ستاینه او پیرزوینه ښودلې ده چی زما سره یې د مننی او اداینی وړ الفاظ نسته .
خو د غمخور صاحب لخوا د دې حقیر بنده د ځینو اوصافو او خصایصو درک زه خورا حیران کړم . ځکه هغه داسی ځانګرتیاوی کشف کړي وې چی زه پخپله آن تر ننه ورته متوجه نه وم . یعنی ما خپل ځان دومره ښه نه و پیژندلی لکه غمخور صاحب چی په صرف یو مجلس کی درک کړم . نو ځکه هغه ته سلامۍ دي !
د بیلګې په توګه به د غمخور صاحب لخوا زما د باطن ظاهرول او کشفول په صرف یو دیدن کی ( چی د عبدالله احسان په کور کی وو ) داسی را لنډ کړم : « له موسکا ډکه خوله خاندی » ، یا « چی یوه اوونۍ درسره ناست وی خبره به یې وا نه ورې » ، یا دا چی : « هیڅکله د چا په خبره کی نه ورګډیږی » ، او یا هم دا چی : « ته به وایې چی هیڅ یې نه دي زده او یا خو په غوږو کوڼ دی » ، او یا هم داسی چی : « قلم نه ګرځوي » او « بیا نو ورته غوږ سه … چی په هر څه دي سر درخلاص کړی ».
نو ځکه ویلای سم چی غمخور صاحب د روانشناسۍ او انسان شناسۍ تکړه ماهر دی . خو باید اعتراف وکړم چی هغومره هم نه یم لکه غمخور صاحب چی معرفی کړی او ستایلی یم .
نو د غمخور صاحب او پورتنیو ټولو دوستانو صحت او عزت د لوی الله څخه غواړم . ما اصلآ خاص څه نه دي کړي بلکی هر څه له دې او هغه منبع څخه را اخلم او تر پینه او پترﺉ کولو وروسته یوه لیکنه ورڅخه جوړوم او پسی خپروم یې .نو په دې کی ما څه کړي دي چی ښاغلی حبیب الله غمخور او پورتنیو ټولو دوستانو دومره ستایلی، نازولی او غټولی یم ؟!
بس الله(ج) دي ټولو خواخوږو دوستانو ته برﺉ او سرلوړﺉ په نصیب کړی او تل یې د دعاو محتاج یم .
په ډیره مینه ،
احقرالعباد نثار احمد صمد