کور / تازه خبرونه / کونسل: پاکستان پر افغانستان بريد نه دى کړى

کونسل: پاکستان پر افغانستان بريد نه دى کړى

په ننګرهار ولايت کې دپاکستان کونسل وايي چې دوي ددغې ولايت پر ګوشتې ولسوالۍ بريدنه دى کړى.
داپه داسې حال کې ده چې تردې وړاندې دننګرهارولايت دسرحدي ليواقومندان ويلي ووچې پاکستاني ځواکونودچهارشنبې په ورځ پريادې ولسوالۍ هوايي او ځمکني بريدونه کړي دي.
بلخوادپاکستان کونسل محمدتوفيق غوري په جلال ابادښارکې ديوې غونډې په ترڅ کې وويل چې پاکستاني ځواکونودافغانستان پرځمکني حريم تېرى نه دى کړى.
ښاغلى غوري که څه هم پر ياده شوې سيمه له بريد نه منکره وو، خو دا يې ونه ويل چې دغه حمله چا کړې ده.