دكندهاردامنيه قومندان له كورسره نږدې ځان وژونكې حمله وسول .
پېښه دقيقاپر۲بجواو۴۵ دقيقورامنځ ته سوه .
ددې ولايت دامنيت آمرسمونوال فضل احمدشېرزاد وويل چې په پېښه كې چاته دسرزيان ندۍ اوښتۍ اويوازي دسيمي كورونه زيانمن شوي .
خودميرويس روغتون يوتن نوكريوال ډاكتردنوم نه ښودلوپه شرط وويل چې روغتون ته يې ۲ ټپي مېرمني وروړي
دكندهاردامنيت آمروايې چې يوتن ځانمرگى بريدكونكى په كروولاموټركې چاودېدونكې توكې ځاى پرځاى كړي ووي اودامنيه قومندان له كورسره نږدې په يوه فرعي كوڅه كې يې چاودنه كړې .
دنوموړي په ويناچې په پېښه كې دسيمي د دوو كورنوديوالونه نړيدلي اودنږدې كورونوښېښې يې ماتي كړي .
ددغي تازه پېښي مسئوليت چاپه غاړه ندۍ اخيستۍ
داديوې اونۍ په سر اوپاى كې دوهمه ځان وژونكې حمله ده چې په كندهاركې ترسره كېږي .
دتيري شنبې په ورځ ددې ولايت پرمرستيال والي په ځانمرگي بريدكې دوالي مرستيال ووژل سوو اوپنځه تنه نورټپيان سول .
دغوامنيتي پېښوكندهارښاريان يوځل بياپه اندېښنه كې اچولي
نن سهاردښارپه جنوبي څنډه حاجي عرب كې دسړك دغاړي ماين چاودنې يوه مېرمن ووژل اودهغې د۲ كوچنيانوپه گډون يې يودزرنج موټرسائكل چلونكى ټپي كړ.