عسكرجانه! امريكايان او ملګري خو يې تا ددې لپاره تياروي اومسلح كوي چې ته په خپل وطن كې د ( تروريزم ) په خلاف وجنګيږې، آيا پدې پوهيږې چې ( تروريزم ) څه شي ته وايي، او ( تروریسټان ) څوك دي؟ تروريزم خو د سياسي مقصدونو دحاصلولو لپاره دتاوتريخوالي له لارې د خلكو ويرولو او په مرګ تهديدولو ته وايي. اوس نو تا ته په الله قسم دركوم چې ته په خپله ووايه چې زموږ خلك ، كلي ، كورونه ، واړه، زاړه ، سپين ږيري او تور سرې دچا له لاسه شپه او ورځ په ويره كې تيروي؟
څوك يې كلي او كورونه ور بمباردوي؟ څوك يې په نيمه شپه پر كور چاپې غورځوي، سړي يې وژني ، ښځې يې بې ستره كوي او په سپيو يې داړي، ماشومان يې ويروي، او ځوانان يې لاس تړلي او سترګې تړلې نامعلوم ځاى ته بيايې ؟ خپل وجدان ته رجوع وکړه او راته ووايه چې څوك يې مكمل كلي ددې لپاره په ميزايلو او بمبارد له منځه وړي چې دوئ هلته ورتلى نشي ؟ كه د خپلو خلكو په چيغو، فريادونو او ګواهيو دې باور نه راځي نو هغه خو خامخا ومنه چې هغه بله ورځ د د وئ خپلو رسنيو رپورټ او عکسونه خپاره كړل چې امريكايى ځواكونو د قندهار په ارغنداب كې يو كلى دځمكې له مخه لرې كړ.
عسكرجانه! كه د دوئ د ويرې اچونې تروريزم او ورانۍ په هكله د بل چا خبرې نه منې نو د كرزې د ادارې له ارګ څخه خپور شوى خبر خو بايد ومنې چې امريكايانو په قندهار كې دومره كلي، باغونه، كشمش خانې، او كورونه وران كړي چې تاوان يې سل ميليونه يعنى زر لكه ډالرو ته رسيږي چې له (پنځه څلويښت زره لكه ) افغانيو سره برابر دي. عسكرجانه! دا د دوئ هغه ټول تاوان نه دی چې زمونږ خلكو ته يې ور رسولى دى ، بلكه دا يوازې ديوه ولايت په څلورو ولسواليو كې ديوه عمليات اټكل شوى تاوان دى او همدارنګه په غزنی کښی . دوئ په ټول افغانستان كې هر وخت په هر عمليات كې همدې ته ورته مالي تاوانونه ستا مظلوم ولس ته ور اړوي، دا خو يې يوازې دمال تاوان دى . د سر د تاوان، او د روحي فشارونو، او له هغو څخه دراولاړوشوو روحي ناروغيو خبره خو يې لا تر اوسه چا مطرح كړې نه ده .
عسكرجانه! ته خويې وينې همدوئ دلته هغه د خلكو په اصطلاح خپله بدمعاشي شروع كړې ده ، او هر څوك ذليلوي ، هم كرزى ذليلوي او خپلې فيصلې ورباندې په زور مني ، هم سياف ذليلوي او هم يې په كور بې اجازې دتلاشۍ لپاره ورننوځي، هم ستا ملي اردو ذليلوي او پرته له خبرولو يې په سيمه كې پوځي عمليات كوى . هم حكومت ذليلوي، په نامه يې له دنيا څخه پيسې اخلي، خو دمصرفولو صلاحيت او واك يې نه وركوي ، په خپله يې زمونږ په نامه راوړي، خو راكوي يې نه، شل فيصده يې دلته په هغو كارونو مصرفوي چې د دوئ په ګټه دي، او اتيا فيصده بيرته په خپلو جيبونو كې اچوي، خو حساب يې ټول په مونږ پسې ليكي .
همدوئ ټول ولس يرغمال كړى دى. پوځ ددوئ په يرغمال كې دى، پوليس د دوئ په يرغمال كې دي، كابينه د دوئ په يرغمال كې ده، دكرزي دخپل دفتر مامورين د همدوئ مامورين او دهمدوئ د استخباراتو په يرغمال كې دي، پارلمان دهمدوئ په يرغمال كې دی، د دوئ دخوښې خلاف نه كومه فيصله كولى شي، او نه هم د غور او بحث لپاره كومه موضوع وړاندې كولى شي . وزارتونه دهمدوئ په يرغمال كې دي، هر وخت يې خواركې ژورنالستان نيولي او ډبولي وي چې ولي يې دځينو واقعيتونو خبر تير كړى دى ؟ مكتب او نصاب دهمدوئ په يرغمال كې دى، د دوئ د مشاورينو له موافقې پرته يو مضمون څه چې يوه موضوع هم په تعليمي نصاب كې نشي داخليدلى . داخلي او خارجى مؤسسات دهمدوئ په يرغمال كې دي، هر څه چې دوئ غواړي هماغه ورباندي كوي ، نوته ووايه چې كه دوئ ويره اچوونكي او تروريسټان نه وي نو څوك به ترورسټان وي ؟
عسكرجانه! تا ته به نه درياديږي چې كله دوئ پر افغانستان حمله وكړه نو په هماغه وخت كې د رمضان مياشت هم راورسيده . دټولې نړۍ مسلمانانو ورڅخه هيله وكړه چې لږ تر لږه د رمضان په مياشت كې خو دې دافغانانو پر كور ، كلي، او ښارونو بمبارۍ ودروي. خو ته پوهيږي چې دوئ يې په ځواب كې څه وكړل؟ ته به ځكه ناخبره يې چې نه سواد لرې ، نه مطالعه كوې، نه كمپيوټر لرې، او نه هم انټرنيټ ګورې، چې د دوئ حقيقت در معلوم شي، دوئ د مسلمانانو دې غوښتنې ته دا ځواب ووايه چې عسكرو يى پر هغو بمبونو چې زمااو ستا پر كلي يې اورول په خپلو لاسونو په غټ خط وليكل : ( gift of Ramadan ) يعنې د رمضان تحفه . هغوئ ستا پر اولس درمضان په مياشت كې د بمونو تحفې ولورولې . او پدې ډول يې دخپلی كينې او خپلی عقیدې تروريزم اظهار وكړ .
عسكرجانه! دوئ يوازې ستا دطالب ، ستا دملا، ستا دمسجد محراب ، او مدرسې دښمنان نه دي، بلکه دوى ستادولس د پت او عزت دښمنان هم دي، دوئ پدې پوهيږي چې دلته تر هر څه دپت او ناموس قدر او عزت ډير دى، نو ځكه يې په شعوري ډول ددې هستۍ د ترولړو اقدامات وكړل، او لا نور يى هم كوي . آيا همدوئ په كابل او نورو ښارونو كې د ( ګيسټ هاوسونو ) په نوم د فحشا وو مراكز جوړ نه كړل ؟ آيا همدوئ ستاسو له ( ډګر والانو) ( ترجمانانو) ، او په ارزګان كې له اتيا كلن سپيڼ ږيري سره ( … ) ونه كړ؟ او همدوئ يې په قصدي ډ ول جريان ميډيا ته ونه سپاره ؟
عسكرجانه! دې ولس ته د د وئ دغه سپكاوي اوسنى ندي. تر دې دمخه چې كله انګريزانو افغانستان اشغال كړى وو ، په هغه وخت كې هم د دوئ پوځي مشرانو همداسې چارې كولې، او حتي كله چې شاه شجاع مكناټن ته دده د پوځيانو له دې كارونو شكايت وكړ نو هغه ورته وويل چې كه زمونږ پوځيان دا كارونه ونه كړي هغوئ په ډول ډول مرضونو اخته كيږي.
عسكرجانه! دا خبرې درته زه له خپله ځانه نه كوم ، بلكه همدغه حقيقت دافغانستان دتاريخ په مشهور كتاب ( سراج التواريخ ) كې چې فيض محمد كاتب د امير حبيب الله خان په غوښتنه ليكلى پدې الفاظو راغلى دى: ( شاه اين ماجرا را بزبان كنايه و ايما به ( سروليم مكناتن جې ) بگفت كه سپاه انگليس را ازين كار باز دارد، واو كه از عاقبت كار وحميت وشجاعت مردم اين ديار آگاه نبود در جواب گفت كه : هر گاه سپاهيان ازمباشرت با زنان باز داشته شوند گرفتار چندين امراض خواهند شد، وشاه گفت كه همچنين است، وليكن شيوع و رواج اين كار در حوصلۀ ناموس پرستان افغان گنجيدن بغايت دشوار است، پس ميبايد كه بچوب سياست منع خريداران اين بازار نموده آيد، ورنه اين شجرۀ خبيثه فتنه بار خواهد آورد، سر (وليم مكناتن) گوش به سخنان شاه نداده در زاويۀ نيسان نهاد) ( سراج التواريخ صفحه ۱۵۶ ) .
عسكرجانه! غربي پوځيان ستا دولس دخلكو سپكاوى دانفرادي جناياتو په حيث نه كوي، بلكه همدغه يې ورته دجنرالانو توصيه او تګلاره ده. كه دهغې زمانې شاه شجاع دهغې زمانې له مكناټن څخه لدې امله ددې كار د بنديدلو غوښتنه كوله چې خلك به ورپسې راپورته شي ، نه ددې لپاره چې دا دمسلمانانو په ناموس تيری دى ، خوستا دوخت شاه شجاع ( كرزى ) ددې زماني له مكناټنانو څخه دغه ډول غوښتنه هم نشي كولى . تا خو به هم په بګرام كې هغه كېسې اوريدلې وي چې خلك يې د يرغلګرو پوځيانو او د يو شمير بې غيرته اوغرب ځپلو افغانانو ښځو په اړه كوي ، دا ته نو دكوم ملت د (ملي اردو) عسكر يې چې ټوپك دې په لاس كې دى اوپه ځاى ددې چې په هغه دخپل ملت دناموس ساتنه وكړې خو ته په سړه وينه ولاړ يې په خپل ټوپك د يرغلګرو پيره اوحفاظت كوې؟ عزت دې څه شو؟ افغانيت دې څه شو؟ مسلماني دې څه شوه ؟ آيا دا هر څه دې په دوه سوه ډالرو خرڅ كړل ؟
عسكرجانه! دومره خو به تاته هم در معلومه وي چې د افغانستان دتير تاريخ په خلكو كې چې څوك تر ټولو ډير ياديږي اوافغانان ورباندې افتخار كوي هغه وزير اكبر خان دى، وزيران خو نور هم ډير تير شوي دي خو هغه ځكه دافتخار وړ دى چې مكناټن انګريز يې وژلى دى، او د هغه په ملګرو كې تر ټولو محمدشاه خان ځكه ښه ياديږي چې هغه ورسره دانګريز په وژلو كې مرسته كړې ده . آیا ته هم د راتلونكو نسلونو لپاره دافتخار وړ نشې کېدای؟
عسكرجانه! تا ته خوبه دې يرغلګر روزونكي دا هم وايې چې مونږ دلته ځكه راغلي يو چې دا هيواد تروريسټانو نيولى وو، او مونږ ورڅخه آزاد كړ. خو ګوره عسكرجانه! چې په دروغو يې تير نه ووځې دا هيواد نه چا نيولى وو، او نه دلته د بل چا واكمني چليده . نه دلته د پرديو په لكونو پوځونه وو، او نه يې په لسګونو زره ټانګونه او پوځي وسائل ، نه دلته چا عسكريى بيسونه درلودل، اونه هم چا دچا پر كليو او كورونو چاپي غورځولې ، نه دلته د چا زندانونه وو، او نه چا لدې ځايه بنديان بل ځاى ته وړل ، نه دلته د شپې تلاشۍ وې ، او نه هم چا دخلكو دموټرو او كاروانونو مخه نيوله، نه دلته چا په وزارتونو كې رسمي او غير رسمي حاكم مشاورين ليدلي ول، او نه هم چا پريښودل. نه دلته چا شخصي توقيف ځايونه درلودل، او نه دلته د چا شخصي امنيتي استخباراتي ، كمپنۍ ، كمپاينونه ، مليشې او اربكيان موجود ول . نه دلته چا جمهور رئيس ته د پيسو كڅوړې وركولې، او نه هم دلته دچا فرمايشي وزيران چليدل . نه دلته چا د چا په خلاف خپل سري عمليات كول ، او نه چا د چا پر ودونو ، وراګانو، جنازو، كاروانونو، مساجدو، مدرسو، او مكاتبو، بمبارۍ كولې .
دطالبانو په پنځه كاله حاكميت كې هيچا دا ونه ويل چې كوم اجنبي جهت دې د چا كور، كلى ، ښار، بازار، محاصره كړى وي ، دلته هيچا دخپلو شخصي ، استخباراتي، تبليغاتي، استعماري، او نورو مؤسساتو دامنيت د ساتلو لپاره نه سړكونه بندكړي ول ، او نه دلته چا دګشت او ګذر ممنوعه سيمې درلودلې . نه دلته پرديو خپلې شتمنۍ درلودې، او نه دلته چا دافغانانو اقتصادي منابع ترخپل كنټرول او انحصار لاندې راوستلي ول .
عسكرجانه! دوئ به تاته دهغو څو تنو مسلمانو مجاهدينو شتون د تروريزم دواكمنۍ په حيث دريادوي چې خپل كور ، كلى ، تجارت، تحصيل ، كورنۍ، اولادونه، او مرفه ژونديې پرې ايښى وو، او دخپل اسلامي مسؤليت داحساس پر بنا ستا د دين او د وطن د دښمنانو په خلاف ستا د وروڼو تر قوماندې لاندې د افرادو په حيث دلته دروسانو او كمونیسټانو په ضد د همدغو رهبرانو په بلنه چې اوس په پارلمان او حكومت كې ناست دي دجهاد لپاره راغلي ول ، او کله چې دښمن ماتې وخوړه نوځينو يې دا غوره و بلله چې دخپلو هيوادونو د ظالمو اومستبدو حكامو له ظلم او وحشت څخه ستا د ملت د مهربانۍ اوغيرت غيږ ې ته پناه راوړي ، او خپلې ښځې او بچيان د تا په كور كې د تا د ښځو او بچيانو تر څنګ ستا د ايماني غيرت اوافغاني حميت سيوري ته كښينوي . او دلته د مهاجرينو په څير يو څو د آرام شپې تيرې کړي، ښځه يې ستا د ښځې خور او بچيان يې ستا د بچيانو وروڼه او خويندې شي، او دوئ ستا د اسلامي انصاريت او افغاني عاطفې احسانمن وي.
عسکرجانه! ته پوښتنه وکړه چې آيا دلته په هغه وخت کې چا د افغانانو ځمکه ، تجارت، لاره، کلى ، ولايت، ولسوالۍ ، دفتر، پوځي قرارگاه، د دخول او خروج لارې او نورڅه ورڅخه نيولي ول؟
عسکرجانه!ګوره چې دا درڅخه هيره نشي چې مونږ مسلمانان يو، او مسلمانان چې هر چيرې او هر څوک وي ټول سره وروڼه او يوملت دي، الله تعالي فرمايي (إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ) الحجرات 10 ، ( بيشکه چې مؤمنان په خپلو کې سره وروڼه دي) . الله فرمايى (وَإِنَّ هَذِهِ أُمَّتُكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً ) المؤمنون ٥٢ ، ( دغه ستاسې يو امت دى) . د شرق مسلمان د غرب د مسلمان ورور دى او دهغه په اړه مسؤليت لري، هر هغه څوک چې زمونږ د دين منونکى دى هغه زمونږ ورور دى، که څه هم چې زمونږ د ژبې ويونکى نه وي ، او يا زمونږ د قوم مربوط نه وي.
خو کافران ، عیسويان، امريکايان، انګريزان، پرنګيان ( فرانسويان ) نور يرغلګر اروپايان او دلته دهغوئ غلامان ، کمونیسټان، ديموکراتان، بې دينه ( سيکولر) خلک، او دخپل ملت په خلاف د پرديو په صف کې ولاړ مزدوران نه زمونږ وروڼه دي ، نه له مونږ سره خواخوږي لري، نه زمونږ د ننګ ، ناموس، او شرافت پروا لري، او نه هم زمونږ د دين منونکي دي. دغه ډلې يوه يې هم زمونږ له ( ملت ) څخه نه ګڼل کيږي، ځکه چې مونږ خو د ابراهيم عليه السلام په ملت يو، او د ابراهيم عليه السلام په هکله الله تعالي فرمايي : (مَا كَانَ إِبْرَاهِيمُ يَهُودِيًّا وَلاَ نَصْرَانِيًّا وَلَكِن كَانَ حَنِيفًا مُّسْلِمًا ) آل عمران ٦٧ ، . ( ابراهيم عليه السلام نه يهودى وو، نه نصرانى وو، بلکه د حق منونکى مسلمان وو) . او دوئ خو ځينې يې يهوديان ، ځيني يې عیسويان، او ځينې نور يې ملحدان او له حق دين څخه سرغړوونکي او دهغه په خلاف جنګيدونکي دي .
عسکرجانه وروره ! دا دې هم په پام کې ونيسه چې دوئ خو اوس تا دخپل ملت په خلاف جنګوي ، دخپل دين او وطن وروڼه درباندې شهيدانوي، ستا خپلې خويندې او ميندي درباندي کونډې کوي، خپل وريرونه دې درباندي يتيمانوي، او خپلې تور سرې درباندې بې ستره کوي ، او ددې هر څه په مقابل کې يوازې يو څو افغانۍ در کوي او بس . خو بله ورځ به دوئ هم د روسانو په څير خپلو هيوادونو ته روان وي، دوئ به هلته د روم ، پاريس ، نيويارک ، لندن، او فرانکفورت په ښارونو کې له خپلو کورنيو او اولادونو سره د عيش او عشرت شپې تيروي، خو تا به دلته په دې وران، کنډواله، او سوځيدلي وطن کې د کونډو، بورو او يتيمانو فريادونو، آهونو، او ښيراوو ته پريږدى. نه يوازې ښيراوې ، بلکه دلته به بيا خلک له تا سره حساب هم کوي، هغه خلک به ټول له تا سره دخپلو حسابونو تصفيه غواړي چې ته يې د پرديو پر ټانګ سپور کورته ورغلی وې ، او له يرغلګرو سره په شريکه دې دهغوئ په کور چاپه غورځولې وه، او تورسرې دې ورته بى ستره کړی وې . ( نوربيا