کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / مقدس جهاد اومقدس تروریزم

مقدس جهاد اومقدس تروریزم

په ‌نړئ کې دوه قووتونه حکومت کوی .
اول : مذهب دی .
دوهم : سرمایه داریی.


اول مذهب : دبا با ادم له وخته جنګ او جګړه روانه ده او تر کومه چی انسان دنړی په مخ ژوند ته ادامه ورکړی جنګ ورسره مل دی ، وروسته له دې چې دژوندانه فورماسیونونه دفیودالي مرحلې ته ورسیدل نو دلته دین او مذهب دخپلو راهبانو – ملانو – روحانیونو پواسطه چې په راس کې ېې دانګریز امپریالیزم قرار لرلو خلک دمذهب تر ولکی لاندې راوستل او په هغو وختو کې چې هنوز داسلام درک نه وو نو دوی دخپلو راهبانو – خپلو مواعضینو – تبلیغیانو په ذریعه چی په دیوبند دهندوستان کې ېې ګویا خپلو مستعمراتو کې یی دخپلی واکمنئ له پاره هڅې کولې نو ې مختلف ډول کتابونه دمختلفو عکسو سره ددوی په اختیار کې ورکړل او دوی یی ښه وروزل او بیا یی ورته رهنمایی وکړه چې څنګه نو رو خلکو ته تبلیغ وکا او خلک تر خپلې ولکې لاندې وساتي او بیدون له کومې ستونزې ورباندې حکومت وکړي.
ورسته له دې چې داسلام وړانګې دنړی په مخ خورې شوې نو دانګریزي تاکتیک څخه داسلام د پراختیا له پاره زیادتره دهغو چاپ شویو کتابو نه استفاده وشوه چې انګریزانو چاپکړی وو او په دغو کتابو کې چې تاسې مسلمانانو حتما لیدلی وو مخصوصا زما په یادون دلوګر دحصارک دخلیفه صاحب دحاجي ملنګانو لخوانه چې دخپلو صوفیانو په مرسته دکلیو په کوڅوکې یی ښځو ته ور ښودل او ښځې او نارينه ې دهغو عکسو په ورښودلو سره ورباندې ویرول چی هلته به لکه ( یو مار دیوې ښځې په سينه ګویا تي د چيچلو په حال کې لیدل کېدو چې حاجي ملنګ ویل دغو ښځې پردي هلک ته شدې په پټه ورکړې دي نو خدای پاک مار ورته په اخرت کې حواله کړی چې ویی چيچي او داسې نور ډیر مثالونه نو بیا ېې کله چی اسلام ټه وسعت ورکولو بیا يي دجهاد مقدسه کلمه رایجه کړه چې ګویا جهاد دهر کافر په مقابل کې فرض دی ، مخصوصا کله چې دمذهبیونو ، روحانیونو ، ملانو ، انګریزانو امریکایانو انترس ( منافعو ته ضرر رسیدو ) نو دجهاد مقدس دکلمې څخه ډیره استفاده کېده ، لکه نن چې په افغانستان کې ددغو کلیمې څخه ډیره استفاده کېژي او زموژ پشتانه وروڼه ډیر په جهاد مین دي ، متاسفانه چې دخپل اولاد ، خپل هیواد ، ترقئ ، ازادئ په قصه کې نه دي خو دمقدس جهاد له پاره شپه او ورځ چمتو دي، نن ورځ دمسلمانانو له پاره دجهاد مقدس کلمه ډیره اساسي او بنیادي خبره ده ، چې دغه جهاد مقدس هم دامپریالیزم دخولې نه دکفر په وخت کې د راحبانو په ذريعه تبلیغیدو ، ولې نن دجهاد مقدس خبره امریکا او انګلیس د یهودو په مقابل کې نه استعمالوي ځکه هلته دامریکا او انګریز مقدس تروریزم مطرح دی .


مقدس تروریزم :-


ترویزم (دتیرر )دکلیمې څخه اخیستل شوئ او دخلکو ، هېوادونو ، داشغال – او په خلکو حکومت کول او دهېوادونو سرماېې لوتولو ته ویل کیژي.
تروریزم دامپریالیزم زیږنده ده او په خپله امپریالستان دغو لارې ته ژمن دي او په دغو طريقه خلک وژني ، سرمایه ې لوټوي ، هیوادونه ې اشغالوي او خپل ډیکتاټ ورباندې چلوي.
دوی وايي موږ دترویزم سره مبارزه کوو ، دوی واي موږ دتروريزم سره مخالف یو ، دوی واي موږ دترورستانو دله مځه وړلو له پاره دنړی په مخ مبارزه کوو ، دوی وایی موږ دیموکراسی راولو .
خو زه وایم چې داسلامی هیوادو له پاره بهترینه دیموکراسی داسلام په شریعت غرای محمدي کې په ډیر ښه صورت تشریح کړی ده ، زه فکر نه کوم چی تر اسلام نه به ښه دېموکراسي وجود ولري ( دغریبانو سره مرسته – دښځی اونر له پاره زده کړه ضروري بولي – دهمسایه ګانو سره نیک روابط او ښه سلوک او مرسته کول – خیر او خیرات ورکول – عشر – صدقه فطر – قربانی او ډیر نور او بل اخبره چې دوی وايي موږ دتروریستانو په ضد مبارزه کوو ، نو که رشتیا داسی ده خو هره ورځ د(سی ای ای ) ( ای اس ای ) نمایندګان دبن لان او الظواهري سره ګوري نو ولې ېې نه نیسی او ډیره مهمه داده چې وقتې چې سټلایټ تر مځکه لاندې در ی زره متره هر څه وینی نو ایا ددغو اقایونو ځای نشی پیدا کولای ، خو مقدس تروريزم صرف یوه بهانه ده د مقدس جهاد په ضد باندی نو درنو هیواد والو ( لرو برو پشتنو ) ډیره مهمه خبره داده چی (( حکومت د سیاست مدارانواو نظامیانو په لاس کی دی – سرمایه د پولدارانو په لاس کی ده ـ او دین د ملانو او روحانیونو په لاس کی دی )) هیځوک حق نه لري چې دروحانیونو او ملانو په ضد خبرې وکري ځکه دوی دمقدس تبلیغ وارثین دی او هیځوک حق نه لری چې ددوی په حریم تعرض وړکړي، د دوارو امپر یالستانو او مذهبیونو له پاره نور خلک دحیوان حیثیت لری هرڅه چې وغواړی ورباندې کوي ېې .