کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / له مصر وروسته ، یمن

له مصر وروسته ، یمن

سمیع الله ایلم، کابل
بیا هم ټونس او له هغه وروسته مصر او اوس هم یمن او بیا اردن او سوریا او بیا به ګورو…
یمن کی هم دیکتاتور العبدالله علی صالح د دریو لسیزو لپاره واکمن دی. د چهارشنبی په ورځ، نوموړی د رسنیو مخی ته راغی چی ویل یی نه غواړي حکومت او واک میراثي کړي او یا یی وغزوي. د میراثی کولو خبره یی ځکه وکړه چی اوازی وی چی ولسمشر غواړي خپل مشر ځوی احمد صالح، چی دا مهال د ولمسشر د ګارډ مسول دی خپل جانشین وټاکي او د واک د غزیدو خبره یی ځکه وکړه چی د صالح ملاتړي ګوند: دخلکو عمومی کانګریس چی په پارلمان باندی بشپړ حاکمیت هم لري په داسی یوه مصوبه بوخت وو چی له منظوریدو سره به یی علی صالح مادام العمر یمنی واکوال کیده.
علی صالح اعلان وکړ چی روانه دوره به بشپړه می او په ۲۰۱۳ کال کی به واک پریږدي. خو ددغو دروِغجنو وعدو خلاف نن د پنجشنبی په ورِځ ۲۰،۰۰۰ کسان په پایتخت صنعا کی د حکومت خلاف را ټول شول او د اصلاحاتو غوښتنه یی کوله.
د راټولیدو ځای: د التحریر څلور لاری خو په تاسف سره چی دا محل د چهارشنبی په ورځ د حکومت ملاتړو لخوا نیول شوۍ او کیږدۍ یی په کی لږولی وی. د حکومت ملاتړو له ځان سره د علی عبدالله ااصالح لوی لوی تصویرونه او بنرونه چی پری له لیکل شوي و: مونږ علی صالح غواړو، مونږ یمن غواړو، تخریب نه غواړو دیمن ورانیدل نه غواړو.
د حکومت ضد ډله په صنعا پوهنتون کی چی له التحریر څلور لاري څخه ۲ کیلومتره لری دی را ټول شول او د حکومت ضد شعارونه یی ورکول. دوی شعارونه ول: نه فساد ته، نه دیکتاتوری ته.
دحکومت ضد مظاهره د حکومت پنځو مخالفو ګوندونو له خوا چی مشترک فورم تر چتر لاندی سره راټول شوي وو، تر تیب شوی وه چی پکی اسلامی ګوند الاِصلاح او دیمن کمونیست ګوند یی مهم ګډون وال وو.
یمن د ترهګری ضد جګړی کی د امریکی سرسخت ملاتړۍ دی او دیمن ګډوډي د ټول خلیج ګډوډي بلل کیږي
بلخوا هوری په اُردن کی پادشاه عبدالله هم خپله کابینه ړنګه کړیدی. او د پراخو اصلاحاتو غوښتونکی شویدی.
یمنی علی صالح هم له خپلی کابینی غوښتي چی د بیکاري کچه ولګوي او د اصلاحاتو راوستلو لپاره لاس په کار شي. د ملګرو ملتو د پرمختیایی پروګرام یا یو.این. ډي. پي د سروی مطابق اوس هم په یمن کی ۲۱.۱ ملیونی نفوس ۴۵٪ له دوو ډالرو دیاړۍ څخه په کمه خپله ورځ سبا کوي.
یمن کی د پراخو لاریونونو شاته سیاسی ګوندونه دي خو په مصر کی حتی مشهور اخوان المسلمین هم د لاریون کوونکو په اړه وویل چی دوی به تل د سیاسی لارو څخه د حکومت خلاف میدان ته راځی نه دداسی لاریونونه له لاری.
التحریر میدان دلته هم او هلته هم.
بیکاري او دیکتاتوری دلته هم او هلته هم.
د مصر واکمن ګوند: وطنی
د یمن واکمن ګوند: دخلکو عمومی کانګریس
دوی ټولو په خپلو ګوندونو د خلکو او دیموکراتیک نو نومونه ایښی دي خو دوی ټولو ددیموکراسۍ په نوم د خلکو دوینو زبیښونکي راختلي دي. ګورو به چی مخکی څه کیږي. د شوروی اتحاد څخه ازاد ملتونه هم د دیکتاتورانو تر ولکی لاندی دي او کیدای شي د ټونس اور هوری هم خپلی لمبی وغځوي. خو عجیبه دادی چی ایران ددغه انقلابونو ملاتړ کوي او وایی چی ایران تیار دی له مصری لاریون کوونکو سره هر ډول مرسته وکړي خو په خپل هیواد کی یی د موسوي ملاتړو ملا ور ماته کړه.