د افغانستان لرغونى او پخوانى نوموتى د غزني ولايت، چې له اتلسو ولسواليو څخه يې د نږدې ١٤ ولسواليو اوسيدونکي پښتانه دي د ولسمشر کرزي په تيره لس کلنه دوره کې يو له پامه غورځول شوى او له هر ډول پرمختګ څخه محروم ولايت ګڼل کيږي.
په تيرو لسو کلونو کې نه يوازې دا چې د غزني په لرې پرتو ټولو ولسواليو کې د افغان دولت له لوري د کوم پرمختګ او بيا روغاونې څرګند او د پام وړ څرک تر سترګو نه شو، بلکه د غزني ښار او ښار ته يو شمير نږدې سيمې د زورواکو او لوړ پوړو چارواکو لخوا يا خو غصب شوې او يا دا چې په بيلابيلو نومونو يې د خلکو او دولت پر مځکو خيټه واچوله او د ښارګوټو په جوړولو يې پکې پيل وکړ.
په تيرو څو کلونو کې، چې به غزني ولايت ته کوم والي وګمارل شو، نو له څو مياشتني ماموريت وروسته به د سيمې ځايي فاسدو هغو چارواکو له ډول ډول غبرګونونو سره مخ شو، چې په پراخ اداري فساد او اختلاس کې يې لاس درلود، چې د غزني د پخواني شاروال په شمول يې د يو شمير دوسيې راڅرګندې شوې، خو کيداى شي ډير کم يې د څارانوالۍ لخوا نيول شوي وي،ځکه ډيرو يې پخې واسطې تر شا درلودې.
لنډه يې دا چې کله به کوم والي د غزني د ولايت مقام پر څوکۍ وګومارل شو، نو وروسته له څو مياشتو به بيا هر ډول سپکې سپورې او ګڼې ړندې ورپسې ويل کيدې تر څو په دې ډول مفسد چارواکي يا خو هغه والي دې ته رضا کړي، چې ددوى د کړنو پر وړاندې دې چوپه خوله پاته شي او يا دا چې نور دې له دې ولايت څخه خپلې پښې سپکې کړي، چې له همدې کبله په دې ولايت کې هغه مخلص او د ولس په غم خبر چارواکي هم ددې مفسدو د ناوړه کړنو او مغرضانه مقاصدو ښکار شول او تر ډيره چوپه خوله پاتې شول.
د تيرې يوې لسيزې له ټولو ګټو څخه زموږ ګرانو هزارګانو وروڼو ريښتينې استفاده وکړه؛ په خپلو ولسواليو کې يې ښوونځي، کلينيکونه او نور ګڼ ټول ګټي ځايونه جوړ کړل او له هره اړخه يې خپلو خلکو ته دومره خدمت وکړ، چې نن د غزني جاغوري، مالستان، اجرستا او خواجه عمري ولسوالۍ د غزني له ښار څخه هم پرمختللې تر سترګو کيږي او اوسيدونکي يې هيڅ کومه ستونزه نه لري.
خو له بده مرغه، چې د غزني د څوارلسو پښتون ميشتو ولسواليو اوسيدونکي له هر ډول اسانتياوو ښوونځيو، کلينيکونو او… څخه بې برخې پاتې شول. د پښتنو په سيمو کې که کوم ښوونځى هم و هغه د بمونو او ماينونو ښکار او کنډواله شو او بيا کوم چا سر پرې و نه ګراوه او ټولو خپلې شخصي ګټې پر ملي ګټو غوره وبللې. تر دې، چې له دې ټولو سره سره د غزني د پښتون ميشتو ولسواليو ډيريو ولسواليو او د ولسواليو قومندانانو په غزني ښار کې خپل ځانته کورونه يا په کرايه ونيول او يا يې واخيستل تر څو يوازې دوى او کورنۍ يې له جګړو په امان کې اوسي او په همدې ډول به په ولسوالۍ کې يوازې د ولسوالۍ ودانۍ او څو ساتونکي پاتې شول او ولسوال يا قومندان صاحب به له مرکزه د تليفون پر ليکه چارې سمبالولې!!!.
پر ګڼو ستونزو سربيره د غزني په پښتون ميشتو ولسواليو کې يوازې که د غزني د پوهنې رياست د پخواني رييس ښاغلي استاد محمدګل کوچي د رياست پر مهال پاملرنه شوي وي په دا وروسته کلونو کې د پوهنې په برخه کې دې ولسواليو ته هڅ پاملرنه نه ده شوې او نه هم مرکزي دولت په تيره بيا ښاغلي فاروق وردګ په دې برخه کې کومه پاملرنه کړې ده. خو په دې وروستيو څو مياشتو کې چې د غزني ولايت د پوهنې رياست لپاره يو نوى ځوان حسن مبارک عزيزي په دنده ګومارل شوى خلک د پوهنې په برخه کې يو څه هيله مند دي، چې په دې لړ کې له رسنيو خبرونه اورم، چې د غزني په قرباغ ، اندړ، مقر ولسواليو کې دارلمعلمينونه جوړيږي، چې دې چارې د يادو ولسواليو اوسيدونکي هيله مند کړي دي او تمه کيږي، چې پر دې سربيره به د غزني په اندړو ولسوالۍ کې نوي ښوونځي هم جوړ شي او ددې ولسوالۍ د اوسيدونکو هغه ستونزه به تر يو ځايه حل شي، چې ښوونځي د تګ لپاره به يې دوه ساعته پلى مزل کاوه.
د اندړو پراخ نفوسه ولسوالي د غزني سوېل ته په ٣٠ کيلومترۍ کې پرته ده، چې په ٥٩٥ کليو کې يې شاوخوا ٣٠٠ زره خلک ژوند کوي.
پر اندړو سربيره د غزني په ګيلان، ناوې، مقر، قرباغ، زنه خان، ګيرو، ده يک، خوګياڼي او… پښتون ميشتو ولسواليو کې خلک نه يوازې دا چې ګڼ شمير ښوونځي يې تړلي دي د روغتيايي اسانتياوو له نشتوالي له سختو ستونزو سره لاس او ګريوان دي؛ هغوى چې لږ وس او توان لري او اقتصاد يې ښه دى خپل ناروغان د جنګ ، جګړو او د ماينونو له خطر سره سره يا خو د غزني ښار ته رارسوي او يا هم کابل ته ، خو هغوى چې دا وس نه لري او نه هم په خپله ولسوالۍ کې کوم روغتيايي کلينک لري يوازې لوى پروردګار ته په تمه وي او خپل مرګ ته شيبې شماري.
په پاى کې يو ځل بيا له افغان چارواکو په کلکه دا غوښتنه کوم، چې د غزني ولايت بياروغاونې ، د ښوونځيو د پرانيستنې ، د روغتيايي کلينيکونو د جوړولو او نورو برخو کې دې جدي پاملرنه وکړي او په تيره بيا د غزني ښار ته، چې دا مهال پکې د پښتنو لپاره يوازې او يوازې يوه ليسه او دوه لومړني ښوونځي جوړ شوي دي.
په دې هيله، چې غزنى تر ٢٠١٣ کال پورې د اسلامي هيوادونو د فرهنګي مرکز د نومول کيدو په توګه له هر ډول استانياوو او پرمختګونو څخه برخمن شي او ددې ولايت په دولتي چارو کې مفسد چارواکي رسوا او پټې منحوسې څيرې يې عام درديدلي ولس ته ښکاره کړل شي.
ليکوال: ajmalwazir1365@gmail.com