کور / تازه خبرونه / سمنګان: ٢٥ طالبان له دولت سره يوځاى شول

سمنګان: ٢٥ طالبان له دولت سره يوځاى شول

په سمنګان ولايت کې پنځه ويشت وسله وال طالبان دسولي له بهير سره يوځاى شوي دي .
دنوموړي ولايت والي وايي ددغه کسانو په يوځاى کيدو سره به په دغه ولايت کې تر ډيره حده امنيتي ټينګ شي .
نوموړي له نورو وسله والو طالبانو غوښتنه وکړه چې دسولي له بهير سره يوځاى شي .
په همدي حال کې په کندوزولايت کې دوسله والو طالبانو لخوا سړک ته څيرمه ديوځاى پرځاى شوي ماين دچاودنې له امله دوه تنه وژل شوي دي .