دنورستان ولايت دبرګي مټال ولسوالۍ له نږدې اتياوو هغه کورنيوسره چې دتيرو جګړو له امله بې کوره شوي وه لومړنۍ مرستي ورکړل شوي .
دنورستان والي وايي په دغه مرستوکې وړه،غوړي وريجي او کمپلې شاملي دي .
په همدي حال کې دسيمې اوسيدونکي دغه مرستې کافي نه بولي او وايي دجګړې له امله يې کورونه په بشپړتوګه لمنځه تللي دي ..
په ورته وخت کې دنوروستان والي وايي تراوسه يوې خيريه ټولنې اونړيوالې مؤسسې هم په دغه ولايت کې خپل دفتر نه دى پرانستى .
نوموړى زياتوي که چيري يادي مؤسسې غواړي له حکومت سره مرسته وکړي نو په دغه ولايت کې دي دفترونه پرانيزي ترڅو په نورستان ولايت کې دخلکو شته ستونزې لمنځه لاړي شي .