دهندصدراعظم من موهن سينګ په نوي ډيلي کې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ته وعده ورکړه چې هند به د افغانستان د بيارغونې او ولسواکۍ له پياوړتيا سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
من موهن سينګ دا ژمنه دغه هيواد ته د افغانستان د ولسمشرحامد کرزي د دوه ورځني سفر په ترڅ کې وکړه.
په دغه ليدنه کې له دوه زره څوارلسم کال وروسته چې نړيوال ځواکونه له افغانستانه وځي او امنيتي چارې افغان ځواکونو ته سپاري په افغانستان کې د ثبات د ټينګښت پر لارو چاروخبري وکړي .
په ورته وخت کې ولسمشرحامد کرزي په نوي ډيلي کې د دوامدارې پراختيا په نوم لومړني نړېوال کانفرانس ته وينا هم وکړه
په نوي ډيلي کې د دوامداره پراختيا لومړني نړېوال کنفرانس کې د انرژۍ د څيړنيز انسټيټيوټ له خوا جوړشوی چې هدف يې د نظر تبادله او د چاپيريال ساتنې له محلي پروژو څخه زده کړه ده.
ولسمشرحامدکرزى له نوي ډيلي څخه دجرمني دميونښن ښارته خوځيدلى اوټاکل شوي چې په نړيوال امنيتي کنفرانس کې هم وينا وکړي .