ډېرو درنو هېوادوالو په دې هیله چې زما لیکنه به تاسو ته ستړې کېدونکې نه وي، زما دا لیکنه د زړه له ډېره درده څرګندېږي، ما لیکنه نه کوله خو ډېر اړ شوی یم چې باید خپل قلم راواخلم او خپل د زړه بړاس ستاسو درنو لوستونکو مخې ته د قلم له څوکې راوباسم، ترڅو خپل د زړه درد له تاسو سره شریک کړم.
زه له خپلو ښاغلو لیکوالانو، خویندو، وروڼو مشرانو او کشرانو نه ګیله لرم، هغه دا چې دوی پښتو ته هغسې چې پکار ده کار نه کوي، ځنې وروڼو کار کړی ده، خو له خپلې پوهې نه کم کار ده، له خپل توان او وس نه یې کم کار کړی ده، مونږ الحمد لله نن ورځ ډېر لیکوالان لرو، خو ډېرو خپل قلمونه د خپلو ځانګړو ګټو لپاره کارولي دي، که په کوم ځای کې یې ګټه وي، خو یو څه به وليکي، خو که ګټه یې نه وي، نو قلم به په ګوتو کې ونه نیسي.
که پښتو ته مونږ او تاسو کار ونه کړو، نو څوک به یې کوي؟ داسې هم نه ده چې زمونږ پښتانه غریب دي، دا هم نه ده چې پښتانه پښتو ته د کار کولو جوګه نه دي، زمونږ پښتانه لږ ویده دي، زه له خپلو ټولو پښتنو دا هیله لرم چې را ویښ شي، خپل هېواد ته پخپله کار وکړي او که مونږ په دې تمه کېنو چې امریکایان به راشي زمونږ پښتو ته به کار وکړي، دا ناشونې ده، د هېواد په جوړولو کې خو له امریکایانو مرسته غواړو، په مالی لګښت کې خو له ټولو بهرنیانو مرسته غواړو، اوس د خپلې ژبې د خدمت لپاره هم مونږ ته بهرنیان راځي او کار کوي، زمونږ لپاره دا د شرم ځای ده، نن ورځ یو آلمانی ځوان چې زمری خان یې په ځان نوم ایښی ده، افغانستان ته راځي او پښتو ته د خدمت کولو ملا تړي، آیا پښتانه مړه دي؟ آیا پښتنو لیک لوست نه ده کړی؟ آیا پښتانه په خپل سر کې ماغذه نه لري؟ تاسو وګورئ مونږ په څومره ستونزو کې خپلې شپې او ورځې تېروو، زه به تاسو ته د یو څو ستونزو بېلګې دریادې کړم، مونږ په ټول افغانستان کې یو پښتو ټلوېزیون لرو، تاسو وګورئ، یواځې په هارټبرډ کې پینځه ټلوېزیونونه د دري ژبې خپرېږي، مونږ پښتانه یو ټلوېزیون نه لرو چې په بهرنیو هېوادونو کې یې وګورو، په بهر کې زمونږ ټول افغان وروڼه د هارټبرډ له سټلایټ څخه کار اخلي او په هارټبرډ کې چې څومره ټلوېزیونونه دي، له هغې ګټه اخلي، دویمه بېلګه، مونږ د ماشومانو لپاره ټلوېزیوني خپرونې نه لرو، مونږ د ماشومانو نور پروګرامونه چې هغه په پښتو ژبه وي نه لرو، درېیمه بېلګه، د افغانستان د پښتنو په سیمه کې د دري ژبې کتابونو لوستل په ښوونځیو کې، څلورمه بېلګه، په دولتي ادارو کې د پښتو ژبې نه کارول، پنځمه بېلګه، په پوهنتون کې د پښتو کتابونو کمښت، دا ټولې هاغه بېلګې دي، چې د پښتو ژبې د کچې ټیټوالی ښایي، پښتو یې له پښو را غورځولې ده، دا هم په داسې یو حال کې ده چې پښتانه ۷۵ سلنه خپل ځان بولي په افغانستان کې، که چېرې پښتانه ۵۵ سلنه هم وای، باید اداري کارونه ټول په پښتو ژبه وای، له بلې خوا په اساسي قانون کې لومړۍ رسمي ژبه پښتو ده، نو بیا ولې اداري کارونه په پښتو نه کېږي، په ښوونځیو کې ولې پښتو کتابونه کم دي، پوهنتون کې ولې پښتو کتابونه کمښت لري، په پوهنتون کې ولې ډېری پښتانه ښوونکي په دري ژبه ښوونه کوي، زما ګیله له مور او پلار نه هم ده، هغه په دې چې ولې دوی د خپلو ماشومانو پښتو ته پاملرنه نه کوي؟ پښتنې مورګانې ولې خپلو اولادونو ته د پښتو ژبې لاره نه ورښایي، زمونږ ماشوم چې را غټېږي مور او پلار ورته د دري ژبې ټکي زده کوي، اما یو د دري ژبې والا هېڅکله خپل ماشوم ته پښتو نه زده کوي، مونږ خپلو ماشومانو ته په کوچنيتوب کې دا ویلې دي، چې له بلې ژبې کرکه مه کوه، بلکې کوښښ وکړه چې بله ژبه زده کړې، دا سمه ده چې که یو څوک وکولای شي د خپلې مورنۍ ژبې ترڅنګ یوه بله ژبه هم زده کړای شي، دا ښه کار ده، خو چې خپله ژبه پکې هېره نه کړې.
له بلې خوا زمونږ پښتانه خپلې پښتو ته د مور په سترګه ګوري او دا ټول وایي چې ژبه د مور پر ځای ده، هر کله که د یو انسان په مور باندې تجاوز کېږي، ظلم کېږي، تېری، آیا تاسو د خپلې مور لپاره خپل غږ نه پورته کوئ؟ آیا خپله مور له پردي یرغله نه ژغورئ؟ د پښتو ژبې ژغورنه د هر پښتون افغان دنده ده.
بیا «ساحل» پتري وهم په خپل ټوټې ټوټې کچکول
خیر له پښتنو نه د پښتو لپاره غواړم