د غرض لاسونه

دا یو څرګند حقیقت دی په کــــومه ټولنه کې چې نفاق او تـــربګنۍ  وي طبعي ده چـــې د خلکو د بد بختیو اصلي عامل همدا تربګنۍ اوچرته چې یوالی او ورورګلــوي وي هلته کامیابي اوسعادت خدای پاک د خلکو نصیب ګرزوي چې دا اصل د کــــورنۍ نه راوخله بیا تــــر کلي کور ، ولسونو ، هیواد او دبشریت  په کچه  د منلو وړ خبره ده ٠
خو کله کله د ځینو  بشري ټولنو یوالی داسې کیدای شې چې د نورو په ګته یا تاوان وي هغه داسې چې ډیری تیري کوونکي سیاستوال د خپلو خلکو په یووالي سره د نورو حقوق تر پښولاندې کړ ي  او د نور انسانانو حقوق یې غصب او د هغوی هستي  او شتمنۍیې تباه او   د هغه خلکو حیثت ته یې په سپکه کتلي چې د نــړی استعمار ګره سیاستونه ددې مثال ژوندۍبیلګې دي  ٠
اوس  که راشو او دخپلې ټولنې او خلکو تاریخ ته ځیر شو نو دا به ټولو ته معلومه و ي چې د تاریخ په اوږدو کې ددغسې اشغالګریو او په وطن کې د ځان ځانــــی او تر  بګنیو پــــه نتیجه کې دا وطن همیشه د اشغال د مستقیم او غیر مستقیم ډول  د منافع دخوندي  ساتلو میدان ګرز ید لی او زموږ  د خلکو سره  داسې جفاوې تر سره شوي  چې  دنوروټولنو  په  تاریخ  کې به داسې نارواوې  کمې  تر سترګو شوې وي٠
دا یوه طبیعي خبره ده چې زموږ هیواد په اوسنی حساسه تاریخي مرحله کې زموږ د خلکو یووالی او پیوستون ته اړین ضرورت لري  او موږ داسې حرکت او پوه  لیډر ته اړتیا لرو چې د وطن خلک  او پرګنې کوم چې پدې څولسیزوکې په مختلفو ډلو تظیمونو  اوپارټیو تقسیم  کړل  شوي  د ملي مصلحت تر شعار لاندې سره یو کړي تــر څو وکولای شو ددې ناخوالود له مینځه وړلو لپار عملي ګامونه اوچت کړو٠
اوس اوس ددې تر څنګ چې دیرش کلنې جګړې  ددې خلکو نه  هـر څه تباه کړي خو دخلکو سیاسي پوهاوی واقعا داحسا س  وړ دی ، او س د افغانستان خلک پــــدې پوهیږ ي چې یواځې  د ولسونو یووالی دی چې کولای شي مشکلات حل اوپه وطن کې  دورورګلوي او ترقي اساس کیښودل  شي.  په ډیر تأسف باید وویل شي چې یو شمیر اجنبي  افغان نمامصنوعي لیډران چې  همدا اوس هم په ډیر هوښیاری زموږ په وطن کې د تجزیې  پلانو نه  طرحه او په  ډیره سپین  سترګی د پردو په اشاره  ،  مادی او معنوی ملاتړ  نورهم   دې تراژیدیو ته   د وام  ورکوي اودوی هغه خلک دي چې تر پرونه پوری یی د افغان ولس  دیو واحد وطن د تجزیې خوبونه لیدل اواوس ظاهرا دافغانیت چيغې وهي
او غواړي چې د افغانانو حاکمیت او سرنوشت  تر لاسه کړي ٠
دا یو څرګند حقیقت دی  کله چې زموږ په هیواد کې د ډیموکراسي ناری سورې پورته شوې ، دې مغرضو سیاستوالو د موقع څخه ګټه پورته کړه  او د خپل قـــدرت  او منافعو د خوندي ساتلو په مقصد د هر چا سره  د معا ملو تړونونه لاسلیک کړل . شواهد داسې ښکاره کوي چې حتی داسې معاملې هم روانې دي چې  د ډیورن ګرغیړنې کرښې د رسمیت پیژندلو ته هم لاس اچوي.  همدغه کړیو بیا د روسې سره د پخواني شوروی د جنګی جنایتونو د غراماتو د بښولوتیاري ښودلې  او کله بیا د خپلو ځاني ګټو  د ساتلــو په مقصد دایران او ….له  ګریبانــــه سر را پورته  کړي او د لوی خراسان او د هغوی دنورو شوموپلانو د تطبیق لپاره په میلینونو دالر او نورو امتیازات تر لاسه    او د خپل د انتخاباتو په ناکام کمپاین کې په  ډیر سخاوت مندانه او آزاد لاس  مصرف کړل  ٠
زموږ هیواد وال  شاید دې ټکې  ته توجه کړې وي  چې یو تعداد مغرزه سیاست وا ل غواړي  زموږ هیواد نه د مختلفو پوچوسیاستونـو دتطبیق لابــــراتوار  وګرزوي  او غــــواړي  چې پدې وطن کې  پداسې شرایطو کې چې باید ددې وطن د بچیانو او دټولو قومونو او پرګنو دیووالی  لارې  چارې  ولټول شي بلکه داسی شعارونو لپاره کار کوي  چې په وطن کی د بې باوریو  او  اختلافاتو ته نور هم لمن ووهي تر څو پدې ملک کې دسولې  او وروری فضا همداسي کمرنګه وساتي ٠
داسې شعارونه څه تصادفي خبرې  نـدي بلکه دا هغه منظم پلانو نه دي کــــوم چې دپردو څخه  تر لاسه کوی او غواړي  چې د خپلو تشکیل شوو کړیو له لارې زموږ په هیواد کې عملي کړي  ٠
زه د جمهوري ریاست ته د یو کاندید په یوې کړنلاری غواړم ستاسو توجه راو ګرځوم ٠
هغوی په خپلو طرحو کې داسې وایی:
  ما طرفدار نظام صدارتی هستیم و می خواهیم درولایت والی ها به شکل انتخابی تعین ګرددو٠٠٠٠
په اوله کی باید وویل شي چې صدارتی نظام داساسي قانون خلاف دی او یا که چیر ې یو با انصافه او په وطن مین شخص که د جمهور ریس په پست کې کار وکړي او یا د صدرات په هر پست کې چې
وی خدمت کولای شي او که شخص ونه غواړي خدمت وکړي د هغه لپاره به ریاست او یا د صدارت مقام دواړه یو شان وي ، زه پدې باور یم چــــې افراد په هر سیستم کې چې وي که وغواړي د خدمت مصدر ګرزیدالی شي ٠
دوهمه مسأله هغه د والیانو د ا نتخابي کیدلو  مسأله ده ٠
دا چې زموږ په هیواد کې  څوک، ولې او دڅه لپاره دې حساسې مسألې تـــه کارکول غواړی دا هم ځانله بحث غواړي چې دا  نظرکوم تصادفي شعارنه بلکه زموږ په هیواد کې د خود سریو بنسټیزه اساس ګنل کیدای شي  کوم چې  ذیدخله هیوادونه وکولای شي دخپل د نفوذ امکانات په ولایاتو کې  بلخصوص په سر حدي ولایاتو کې  د والیانو د تعینولو او دخپلې خـــوښې  والی ته دکمپاین کولو او د کامیابي په صورت کې د هغوی  دمنافعوو خــوندي  کــــولو ډیر مناسب  امکان دی چې طبعي ده  دداسی والی  په  راتګ به د هغه کړ نلا ر ه به د مرکزي دولت  سره په تچ کې وي ځکه  چې والی   به د هغه چا منافعې ته کار کوی کوم چا چې ورته کمپاین کړی او دی یې صحنی ته راوستی دی  ٠
بله موهمه او اساسي خبره داده چې په اداره یا دولت داری په کارونو کې د ښه سړي توب تر څنګ ښه کادر ته کوم چې په اداري برخې کې پو ه او د دولت   موضوعګیري   عملي او  د مرکزي  دولت کارمندانو  سره  شناخت  اومناسبات وساتلی شي چې دا هغه خبرې دی کوم چې دیو مناسب والی  په نصبولو کې حتمی او  ضرورګنل کیږ ي  ٠
خلک دا حق لري چې په پارلمان کې خپل نماینده ولــري تر څود دوی آواز او ستونزې  پارلمان ته ورسوي تر څو ددوی د ستونزو په نظر کې نیولوسره داسې قوانین تصویب شي کوم  چې د خلکو مشکلات او منافعې  په نظر کې ونیول شي ٠
خلک دا حق لري چې په ولایتی شورا ګانو کې خپل نماینده ولري  تر څو د ولایت په سطحه ددوی مشکلات حل اودوالیانو نژدې مشوره ورکونکی وي  ٠ولې دولتي مناسب کدر دمرکزي دولت او دانتخابي جمهور  او د هغه د ادارې وظیفه او مسؤلیت ګڼل کیږي ٠
بله موهمه مسأله داده که چیرې یو اعتمادي شخص د ولایت دخلکو لخوا تعین شي ډیــــره اوږ ده  موقعه پکار ده ترڅودکار او مسایلو سره آشنا شي اوترڅوچې آشنا کیږي دا کار دموقع  اوفرصت  له لاسه ورکولو نه بله هیڅ کومه ګټه نلري ٠
پدی ترتیب  دوالیانو انتخابي کیدل په اوسنیوشرایطوکی لاندې ستونزې راوستلی شي ٠
دمرکزي دولت مناسبات د انتخابي والیانو سره او دهغه کمرنګي –
د عدم شناخت په دلیل ٠
– د انتخابي والیانو کــــدري پوهاوی  ــــتر شک لاندې راتلل ٠
  – د ذیدخله هیوادونو نفوذ بلخصوص په سرحدي ولایاتو کې ٠
– دمرکزی دولت صلا حیت سلبول د مناسبو کدرنو په  نصبولوکې ٠
   – د وقت یا د موقعه له لاسه ورکول د اداري چارو پــــه بلدیلو کې ٠
 -د خود سریو ایجادیدل او عدم اطاعت د مرکزي دولت څخه ځکه چې والي له خلکو له خو انتخاب  شوی او هغه د  تخلف په  وخت کې څوک نشی لری کولی حتی هغه  چــا چې  تعین کړی هم وی ځکه  بل انتخاب ته بله بودجه او کمپاین ته  ضرورت لري  ٠
په هر صورت په لسهاو نور دلایل شته چې په ولایاتو کې د والایانو انتحاب په اوسنیوشرایطوکې  هغه طرحه شوي دسیسې دی کوم چې یو شمیر  لاسپوڅــــی  غواړي  دا وطن نــــور هم د خــــود سریو میدان وګرزوي او دوی پکې  زیات مادي اومعنوی امتیازات تر لاسه کړي ٠ 


زما په اند اونظر د وطن د هر اصیل بچي دا ملي او وطني دنده ده چــــې د وطن ملي مصالحو په پام کې نیولو سره د داسې غیر مسؤلانه اهدافو په مقابل کې خپله وطني او ایماني مسو لیتونه  تر سره کړي او اجازه ور نه کړي چې د وطن  دښمنان  زموږ  دپرګنو اوولسونو ملي یو والی  زیانمن  کړي او د غرض  لا سونه  نور هم زموږ دبې ګناه ولسونو او خلکو پــــه وینو ســـره   او هره  ورځ  په وطن کې د افغان وژنې سلسله او تراژیدیوته  دوام  ورکړ ي  ٠


 ومن الله التوفیق
په وطن کې د  سولې او ورورګلوۍ په هیله ٠
۲۷/۰۸/۲۰۰۹