کور / تازه خبرونه / كندهار:دجمعې په سهاردماين چاودني يوه مېرمن ووژل

كندهار:دجمعې په سهاردماين چاودني يوه مېرمن ووژل

په کندهار ولايت کې د سړک د غاړې په ماين چاودنه کې، يوه مېرمن ووژل سوه او ۳ کسه نور ټپيان سو ل.
عيني شاهدان وايي ،دغه پېښه نن سهار ٩:٣٠ بجې د کندهار ښار د پنځمې ناحيې اړوند د حاجي عرب په سيمه کې ديوې ويالې پرغاړه رامنځ ته سوه.
په ټپيانوكې ۲ كوچنيان اويونارينه شامل دى .
دپېښي ټپيان ميرويس روغتون ته وړل سوي .
دكندهاردامنيت امرلراوبرته وويل چې دپېښي قربانيان ټول ديوې كورنۍ غړي دي
دسيمي يوتن اوسېدونكې روح الله لراوبرته وويل چې ميرمن له خپلو۲ كوچنيانوسره يوځاى دخپلوانوكورته دتگ په حال كې وه چې دپېښي قرباني سول .
تراوسه د چاودنې مسؤليت چا په غاړه نه دى اخيستى او نه يې چارواکو په اړه څه ويلي.
تردې وړاندې هم په کندهار ښار کې ورته چاودنو د ولسي وګړو ژوندى اخيستى او يا يې هم ټپپيان کړي.