دا د پټي سر دى

 د پښتو دا متل چې (دا د ټپي سر دى پټې وروسته سورور دى) په هغه ځاى کې کارول کيږي کله چې د کومې ځانګړې مسئلې پيل د لانجو او اختلاف څخه شوى وي او يا يې پيل له توقع خلاف وخيژي .
نهه  ورځې مخکې په 2011-01-26 نيټه ولسمشر حامد “کرزي” په رسمي توګه د افغانستان وولسي جرګه پرانيستله او تر هغې دوه ورځې وروسته په 2011-01-29 نيټه د وولسي جرګې د رئيس او اداري هيئت د ټاکلو لړۍ پيل شوه چې دا دې تيره ورځ 2011-02-02 د وولسي جرګې د رئيس د ټاکلو لپاره په څلورم ځل انتخابات تر سره شول خو د نوموړى جرګې دوه سوه او نهه څلويښت تنه غړي د افغان ولس استازي د يو رئيس پر ټاکلو سره جوړ  نه شول .
کانديدان بدل را بدل شول ، د ګټلو د قانون په هکله بحثونه وشول ، د سپينو او باطلو رايو په هکله کومه وروستئ ځانګړې پريکړه ونه شوه او لانجه هماغه لانجه پاتې شوه .
سربيره پر دې دا هم څرګنده نده چې د رئيس د ټاکلو موضو په ريښتيا هم يوې لانجمنې مرحلې ته ننوتلې او که په لوى لاس لانجمنه کړاى شوې ده .
که له يوې خوا د رياست چوکۍ ته نوماند شوي وکيلان  د منصب ګټلو ته تر هر چا ليواله دي  او پدې لړ کې  د هيڅ يو ګام پورته کولو څخه دريغ نه کوي له بلې خوا يو شمير بهرني هيوادونه او په افغانستان کې فعالو بهرنيو ادارو هم د  پارلمان د رياست پر چوکۍ خپلې سترګې ګنډلې او له بله پلوه ليرې نده چې د پارلمان د رئيس د ټاکلو او انتخاب په موضوع کې  د جمهور رئيس حامد “کرزي” هم لوى لاس وي ځکه چې په 2011-01-19 نيټه د انتخاباتو د شکايتونو د څيړلو لپاره جوړې شوې ځانګړې محکمې د جمهور رئيس حامد “کرزي” څخه تر يوې مياشتې پورې د وولسي جرګې د پرانيستې د ځنډولو غوښتنه کړى وه خو هغه د شرم ټوکرۍ پر سر کړه او پدې دليل چې د بهرنيانو د کلک فشار لاندې دى وولسي جرګه يې پرانيستله.
اوس نو د هر ډول قانوني سرغړونو په پايله کې رامنځته شوې د وولسي جرګې د انتخاباتي درغليو په تنيجه کې بريالي شوي وکيلان د خپل رئيس په ټاکلو سره نه سلا کيږي.
د داسې وولسي جرګې څخه د افغانستان خلک څه توقع کولاى شي ، دا څرګنده ده چې د افغانستان غوڅ اکثريت په انتخاباتو کې ګډون ندى کړى ، يو شمير خلکو د حکومت د نه منلو او د انتخاباتو پر شفافيت د نه قناعت له امله رايه ورنکړه او يو شمير نور د نا امنۍ له امله د رايې ورکولو څخه محروم شول خو که يواځې د هغو ساده او باعفته افغان ميرمنو حق تلفۍ ته نظر وکړو چې د ديکموکراسۍ تر عنوان لاندې د پراخه کمپاين په نتيجه کې د خپلو کورونو څخه راووتلې او د رايې ورکولو تر مرکزونو پورې پدې هيله ولاړې چې په هيواد کې يو قانوني نظام رامنځته شي څو سولې او ازادۍ ته کار وکړي نو هم په ټاکنو کې ګډون کوونکي او د اوسنۍ جرګې غړي د بخښنې وړ ندي ځکه چې د يو شمير بې غرضه او ناپييلو هيوادوالو د دې وکيلانو په ټاکلو کې په خورا اخلاص او باور سره هغوى ته رايه ورکړه خو دغو استازو د وولسي جرګې تالار ته په رسيدو سره خپلې سترګې بدلې او په ګوندي ، ژبنيو او سمتي لانجو او ګونديو کې ښکيل شول .
که دې وولسي جرګې د خپل  رئيس د ټاکلو يوه کوچنۍ لانجه په نهو ورځو کې حل نه شوه کړاى نو ورڅخه په پراخه افغانستان کې د موجودو نورو سترو سترو مسائلو  او د ملت د برخه ليک پورې د تړلو ستونځو د حل او فصل توقع څرنګه کيدلاى شي.
هر کله چې د جرګې تالار د پيل څخه د اختلافونو ښکار شو نو بيا ورڅخه په کوم دليل د افغانستان د يو موټې کولو هيله او اميد کيدلاى شي.
دغه وولسي جرګه به د هغو مظلومانو کوکارې څه واوري چې هره ورځ د بهرنيو الوتکو د بمبارۍ لاندې نيول کيږي ، د هغو بې ګناه بنديانو فرياد به څه واوري چې د باګرام او پول چرخي پر محبسونو سربيره په شخصي زندانونو کې اچول کيږي ، شکنجه کيږي ، زورول کيږي او د خپل ملت د هغه بې ګناه شهيدانو د وينو به څه پوښتنه وکړي چې له مرګ وروسته يې غړي بهرني وحشيان د يادګار په توګه له ځان سره ساتي.
دوى به د امريکايي جنرالانو په امر د پوره پوره کلو د پو پناه کولو په جرم څوک محکمې ته راکش کړي  او ايا  د بې وزله افغانانو په وينو او خولو جوړو شويو کورونو د ړنګولو پر ضد به يواځې د احتجاج اواز هم اوچت کړاى شي او کنه ؟؟
ايا دوى به د دى توانايي ولري چې د کوچنيانو ، زده کوونکو ، مزدورانو او علماؤ د وژلو او نيولو، د محجبو ميرمنو د بې عزتۍ ، ډله ايزو وژنو  او د افغانستان د شتمنۍ د لوټ او تالان مخه ونيولاى شي او کنه؟
د امريکا د اعلان له مخې  د دې وولسي جرګې د کار په موده کې به بهرني فوځيان د افغانستان څخه ووځي خو ايا دغه پارلمان به وکړاى شي چې هغه مهال په ښه  توګه افغانستان سمبال کړاى شي او کنه ؟
د همدې متل په مصداق چې (دا د پټي سر دى پټې وروسته سورور دى) که د پيل څخه د وولسي جرګې غړي د تربګينو او اختلاف ښکار دي نو نا شونې ده چې راتلونکو پنځو کلونو کې سره په يوه خبره راټول او داسې يوه پريکړه وکړي چې د افغانستان د ولس په ګټه وي.
نه بايد د افغانستان خلک د نوي پارلمان پورې خپلې هيلې او اوميدونه وتړي.
پاى