په تونس کې د سیاسي، ټولنیزې، او اقتصادي ناکرارۍ او لاریونونو د رامنځته کیدو په پایله کې چې د هغه هیواد ګوډاګی ولسمشر زین العابدین ابن علي تیښتې ته اړ شو ورسره سم په مصر کې هم تونس ته ورته ناکراراۍ او د حکومت ضد لاریونونه رامنځته شول، او دادی په مصر کې د لاریونونو لړۍ له یوې اونۍ هم واوښته او د لاریون کوونکو شمیره هم تر میلیون واوښته. د مصر له نورو ښارونو وګړي هم له لاریون کوونکو سره د یوځای کیدو په موخه د قاهرې په لور مخه کړې ده او غواړي چې دغه لړۍ ګرمه او تانده وساتي او تر هغو یې چې د غرب نانځکه حسنی مبارک له ګدۍ څخه نه وي پرځولی پر کراره به نه کښیني. ورځ ترمخه چې کله لاریون کوونکو پر زندان باندې یرغل ورووړ په پایله کې یې د اخوان المسلیمن د ګوند ۲۳ تنه مهم غړي پر تیښته بریالي سول چې د اخوان د ګوند لپاره او نورو مؤمنو مبارزینو ته یوښه زیری بلل کیږي.
خوشبیني:
د غرب ناکراري ددغو حکومت ضد لاریونونو څخه داده هسې نه چې هغه اسلامپال چې دوی یې دا پیړۍ پیړۍ مخه نیولې وه او کومه پانګونه یې چې ددوی د مخې د ډب کولو لپاره کړې وه په یوځل د اوبو د مخ کرښې شي او خوبونه یې بې تعبیره پاتې شي (که څه هم ددوی خوبونو تراوسه تعبیر پیدا کړی او هغه کوم سیکولریستي نظام چې دوی غوښت هغه په عربي نړۍ باندې قایم پاتې شوی). خو ددوی وېره لدې ده چې ستراتیژیکې ګټې او د اسلامي کلتور او مذهب د ختمولو پلانونه او نقشې به یې له یوې مخې له کاره ولویږي او د اخوان المسلمین ګوند چې پر پارلمان کې هم ددوی په زور له اکثریت څخه غورځول شوي بیرته به اکثریت شي او د اولس قیضه به یې لاس ته وغورځي ددغې ویرې ښه ثبوت یې دادی چې تیره شپه یې د سي ان ان او نورو غربي رسنیو له قوله دا وکاږل چې په لاریون کوونکو کې داسې خلک لیدلی کیږي چې هغوی لمونځونه کوي، عبادت کوي، او پر چوکونو باندې یې پښې ټینګې کړي دي او د مصر له حکومت څخه یې وغوښتل چې ژر تر ژره دغو ناکراریو د پای ټکی کښیږدي. اوباما هم د سې شنبې په ورځ وروسته له هغه چې حسنی مبارک خپله اعلامیه د حکومت په اړه څرګنده کړه په یوه تلیفوني تماس کې یې له حسنی مبارک څخه د قدرت د انتقال فوري غوښتنه وکړه خو د هغه د ګوښه ناستۍ یې کومه خبره نده ورسره کړې، خو لدې څخه دا څرګندیږي چې د قدرت انتقال یوه داسې بدیل ته ورکړي چې هغه هم وکولای شي د امریکا ستراتیژیست دوست پاتې شي او دا سیاسي لوبه اوس په یوه نوي رنګ تبلور کړي.
کیدای شي ددغو لاریونونو په بدل کې مؤمن ولس ته هغه څه په لاس ورشي چې پیړۍ پیړۍ یې د هغه د لاسته راوړو لپاره په تڼاکو پښو ورپسې سرګردان او لالهانده ګرځیدل، په زخمي ټټرونو یې د زندانونو خونې ډکې کړې وې، او د هغه سهار د لیدو لپآره یې ډیرې شپې روڼې تیرې کړې وې، په تونس کې د اسلامي غورځنګ تبعید شوی مشر بیرته هیواد ته ستون شو، په مصر کې ۲۳ تنه د اخوان المسلمین ګوند مشران او سرلاري له بنده په تیښته بریالي شول، او مسلمان ملت ته اوس دا موکه په لاس ورغلې چې د حسنی مبارک غربي او دیموکراتیک دولت ختم کړي هغه دولت چې تراوسه یې خلک په ګیډه ماړه ندي، غریبه طبقه یې د سر پناه ځآی نلري او د ښار په زړو هدیرو کې یې ځانته کورونه جوړ کړي، حکومتي مامورین یې د کم معاش له امله چې نشي کولای ددوی ټولې اقتصادي نیمګړتیاوې پوره کړي له لاریون کوونکو سره یو ځای شویدي او دا ددې زیری ورکوي چې اوښتون پیلیږي.
د مصر د اردو له لاریون کوونکو سره نرم چلند هم ددې زیری ورکوي چې اردو هم د حسنی مبارک له قدرت څخه په تنګ راغلې او له لاریون کوونکو سره زړه خوږی لري چې دا مسله په خپله دغه اوښتون ته یو جهت ورکوي او خوشبیني زیږوي. په اردن کې هم پرون ورځ د پاچا عبدالله په وړاندې یې اولس راپورته سوی او هلته هم مصر او تونس ته ورته لاریونونه پیل شوي دي، او اوس کیدای شي دغه لړۍ د عربي نړۍ نورو هیوادونو ته هم وغځیږي چیرې چې د امریکا او اسراییلو لپاره اوږدمهالې ګتې زیږوي.
ویره:
۱: امریکا او اسراییل له دغه لاریونونو څخه سخت په ویره کې دي او داسې ښکاري چې دغه نارامۍ به د اسراییلو، امریکا او مصر په درې اړخیزه اړیکو باندې سخته ضربه وارده کړي ځکه چې د مصر نارامي کیدلای شي د عربي هیوادونو نورو سیمو ته لکه الجزایز، سعودي، او یمن ته انتقال شي او په اردن کې خو تازه شروع شوې. په لندن کې د منځني خیتځ د سیاسي چارو کارپوه فواز جرجیس له (بي بي سي) سره په یوه مرکه کې دا خبره په ډاګه کړیده چې مصر له خپل ټولنیز، فرهنګي، او کلتوري حیثیت او مقام له مخې نورې عربي نړۍ ته د یوې کیلي په حیث ده که چیرې پّه مصر کې کوم خوځښت رامنځته کیږي یا کوم سیاسي تغیر رامنځته کیږي نو هغه د سیمې نورو هیوادونو ته د یوې محرکه قوې په څیر ده څو په مصر پسې ولاړ شي او دهغه تقلید وکړي.
۲: د اسلامي خوځښتونو او غورځنګونو په اړه ویره دلته ده چې آیا دوی به وکولای شي له دغه سیاسي اړودوړ څخه سالمه ګټه پورته کړي او د ملت واګې به په لاس کې واخلي؟ آیا ددوی د قدرت ته رسیدو سره به د ملت ستونزې زیاتې شی او که به کمې شي؟ ځکه په غزه کې تر انتخاباتو وروسته چې کله د حماس برلاسی ګوند قدرت ته ورسید نو اسراییلو پر ې یو ځلي خپلې ټولې لارې بندې کړې او خوار ولس یې له هر راز بندیزونو سره مخ کړ! د څه لپاره؟ یوازې ددې لپاره چې د حماس پر تندي د اسلام ټاپه لګیدلې وه او هغه څه یې غوښتل چې ولس یې غواړي او بس، نو که چیرې د اخوان ګوند هم په مصر کې قدرت ته ورسید نو له لرې نده چې مصر به هم د حماس په برخلیک باندې اخته شي.
۳: لکه څنګه چې پورته ورته اشاره وشوه اوباما د سې شنبې په ورځ له حسنی مبارک سره په تلیفوني اړیکه کې دا خبره په ډاګه کړې وه چې باید یوه انتقالي اداره رامنځته کړي څو په لنډمهالي ډول د مصر چارې په لاس کې واخلي او روان بحران د توان تر حده کنترول کړي. دا قدرت به د امریکا او اسراییلو د مداخلې په ګډون چاته انتقالوي؟ د مصر د سیاسي واک بدیل به څوک وي؟ آیا دا بدیل به په رښتینې توګه کوم مصری وګړی وي چې د مصر د اولس استازیتوب به وکړي؟ او که به داسې څوک وي لکه حسنی مبارک یعنې د یوې سکې دوه مخونه؟ په ښکاره توګه خو د مصر له لاریون کوونکو سره چې خواخوږي لري او ځآن یې د حسنی مبارک اپوزیسیون معرفي کړی هغه محمد البرادعی دی چې د نړیوالې اتومې انرژۍ د سازمان پخوانی سرمنشي پاتې شوی او همدارنګه عمرو موسی چې د مصر د بهرنیو چارو پخوانی وزیر پاتې شوی او اوس مهال د عربو د اتحادیې سرمنشي دی؛ دا نارې وهي چې مونږ د حسنی مبارک د پرځیدلو غوښتونکي یو او په ځای یې یو دیموکراتیک دولت رامنځته کول غواړو چې په رښتیني توګه د اولس د هیلو او توقعاتو رابرسیره کوونکی وي. عمروموسي د سې شنبې په ورځ له یوه خبري سرچینې سره په مرکه کې دا په ډاګه کړې وه چې زه د یوه مصري وګړي په توګه دا ویاړ ګڼم چې د مصر واګې په مسوولیت قبلوونکې توګه په لاس کې واخلم او حسنی مبارک باید په دې پوه شي چې د مصر اولس اوس هغه وخت نه غواړي کوم چې د جنوري له ۲۵مې څخه تر مخه وو.
فبروري دویمه، ۲۰۱۱ زیږدیز کال